نړۍ

ترکي پوځ، وروسته له ۱۰۰ کالو په لومړي ځل د «الله اکبر» غږ پورته کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د «ترکي پوسټ» په نامه یوې ترکۍ ویب پاڼې تېره ورځ یوه ویډیو خپره کړې چې په کې ترکي پوځیان په داسې حال کې لیدل کیږي چې د عثماني خلافت ملي ترانه زمزمه کوي او د «الله اکبر» نعره پورته کوي.

له تېرې څه باندې یوې پیړۍ راهیسې، چې عثماني خلافت سقوط کړی او پرځای یې سیکولر نظام واک ته رسیدلی، دا لومړی ځل دی چې په دې هیواد کې د عثماني خلافت ملي ترانه اوریدل کیږي او پوځیان یې د تکبیر غږ اوچتوي.

د اوسنۍ ترکیې بنسټ ایښودونکي «کمال اتاتورک» ټولې هغې پوځي او غیرپوځي ترانې او شعارونه لغوه کړي وه چې په یو نه یو ډول یې د عثماني خلافت د تاریخ یاد تازه کاوه.

په ویډیو کې ښکاریدونکي پوځیان، چې فکر کیږي په پوځي روزنې بوخت دي، د نندارچیانو د لاسونو د پړکا په بدرګې په داسې حال کې عسکري پرېډ «رسمت ګذشت» ترسره کوي چې په یو اواز د عثماني خلافت د مهال ملي ترانه زمزمه کوي او بار بار د «الله اکبر» كلمه تكراروي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلام

دا خویوه نادره پیښه ده خامخا به څه تعبیرولری کیدای شی دګاونډی عراق اغیزی وی چی ترکیی ته یی دپخوانی خلافه یادونه ورپه زړه کړی یی.

اسدالله

زه سره ددی چه د عسکرو د الله اکبر شعار یی لمانځم ، مثبته کړنه ییی شمیرم ولی د ترکیی په حکومت تر هغی زه د یو اسلامی حکومت حساب نه شم کولای چه د ناتو سره په غړیتوب کی ننوتی وی ، د عادی کفارو سره ملګرتیا یا تعاملات د اسلام له مخی ناروا نه دی ، مګر د هغو کفارو سره چه د اسلامی امت یی سره ایتلاف کړی وی د هغوی په هیوادونو یی یرغل کړی وی او ترکیه هم ورسره په ایتلاف کی ملتیا لری ، حتی د اسلامی امت څخه خارجیږی ، زما د اخبره… نور لوستل »

مصعب

دا ټوله د اسلامی خلافت ویره ده هغه خلک وایی کنه چی د درد په وخت کی الله تعالی سړی ته په یاد کیږی پر ترکیی باندی همدا مثال ډیر ښه لګیږی ځکه چی داعش ( خلافت اسلامی ) دوی ته هم اخطار ورکړی دی نو دوی اوس دا ثابتول غواړی چی مونږ خو مسلمانان یو او یو وخت کی اسلامی خلافت وو کنه په اصل کی زما په نظر د ترکیی حکومت ته هیڅ وخت یو اسلامی حکومت نشو ویلای الله تعالی دی اسلامی خلافت ته نوره بری هم ورکړی ترڅو نورو اسلامی ممالکو ته هم الله تعالی په… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

خدای د وکړی چی همداسی ادامه ورکړی – او هیله لرم چی ددوی پوځ او نور حاکمان ددوی د سریالونو جونو او هلکانو په شان شخصیتونه ونلری

خدای د همت ورکړی هر چا چی دا کلمه د ترکی په بوځ کی بیا راژوندی کړی ده

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close