افغانستان

پکتیا: په زرمت کي د طالبانو لږ تر لږه څلور وسلوال وژل شوی دي

taliban-fighters-pose-with-weaponsنن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي تیره ورځ د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې د بهرنیو قواوو په یوه برید کي چي د مموزي په سیمه کې پر یوه کور تر سره کړ، ۴ تنه طالبان ووژل شوه، او دکور څښتن د بهرنیانو له خوا ژوندی ونیول شو.

خو هغه زیاته کړې چي طالبانو په دغه نښته کې شدید مقاومت کړی، او په ترڅ کې بهرنیانو ته هم مرګ ژوبله اړولې.

د زرمت ولسوال ګلاب شاه ویلي چي یادو عملیاتو کي ۵ تنه وژل شوي، او ۴ نور د ګډو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

هغه وویل چي په دغه عملیاتو کي ګډو ځواکونو یو شمیر وسلې او نور مهمات هم نیولي دي.

د ایساف ځواکونو په یوه خبرپاڼه کي ویلی چي په دغه عملیاتو کې د یاسین په نامه د طالبانو د حقاني ګروپ یو مهم قوماندان او یو شمیر نور مخالفین وژلي او نیولي دي.

خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره رد کړې چي ګوندي په برید کي د طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی وي، او یا نیول شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x