ورزش

ایکر کاسیاس: میسي ته اړتیا نه لرو، بارسلونا له کړکیچ سره ندی مخ

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): په دې وروستیو کې ځینې راپورونه خپاره شول چې میسي د بارسلونا تکړه او پیاوړی لوبغاړی دغه لوبډله پریښی.

خو هسپانوي ایکر کاسیاس تکړه او پیژندل شوی دروازه ساتونکی چې د ریال مادرید شخصي لوبډلې لپاره هم لوبه کوي ویلي چې مونږ د میسي پیریدلو ته اړتیا نه لرو.

د ګل (Goal) نړیوال ویب سایټ راپور پر بنسټ لوبډل مشر لوس بلانکوس ویلي:« مونږ خپل شته لوبغاړو سره ښه لوبه کوو او ښه پر مخ روان یو چې د همدې لوبغاړو په مرسته مونږ ډیرې لاسته راوړنې هم لرلې نو په همدې اساس مونږ د میسي پیریدلو ته اړتیا نه لرو.»

نوموړی همدا راز وویل:« فکر نه کوم چې د بارسلونا شخصي لوبډله له کوم کړکیچ سره مخ وي. په رښتیا هم زه همداسې فکر کوم. بارسلونا لوبډله د لالیګا، کوپا او چمپینزلیګ سیالیو کې له کړکیچ سره ندی مخ شوي. دغه لوبډله یو څو نمرې وروسته پاتې خو لا تر اوسه د سیالیو له لړۍ څخه ندی لرې شوی.»

د شنبې په ورځ به د سیالیو په لړ کې ریال ماډرېډ له اسپانیول سره لوبه کوي او بارسلونا لوبډله به په یوه حساسه لوبه کې د اتلتیکو ماډرېډ په خلاف د لوبې ډګر ته ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x