افغانستان

په بمباریو او شپنیو عملیاتو کي ۹ تنه ملکي کسان وژل شوي، درې نیول شوي دي

night_raidنن ټکی آسیا: تیره شپه د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې بهرني او افغاني ګډوو قواوو پر یوه کور برید کړی، چي له کبله يې یو تن مړ او درې ژوندي نیول شوي دي.

د امام صاحب ولسوال محمد ایوب حقیار رسینو ته ویلی چي تیره شپه دغه برید د یکه توت په سیمه کي ترسره شوی، هغه زیاته کړې چي وژل شوی او نیول شوي کسان ټوله ملکي کسان دي،

او دوی هیڅ داسي شواهد په لاس کي نه لري، چي هغوی د وسلوالو طالبانو سره کومه اړیکه درلودله.

په کابل کي د ایساف رسنیز دفتر هم دا منلي چي په امام صاحب ولسوالۍ کي عملیات تر سره کړي، خو ویلي چي دوی په دغه سیمه کي د مخالفینو پر یو تن قوماندان باندي برید کړی، او د عملیاتو په ترڅ کې یو شمیر شکمن کسان نیولي دي.

په یوه بل خبر کي بهرنیو ځواکونو ادعا کړې چي په جنوبي ولایت هلمند کې د نوزاد په ولسوالۍ کې د طالبانو اته تنه وسلوال وژلي دي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي تیره شپه د نوزاد ولسوالۍ د سرغچ کاریز په سیمه کي پر یوه کور بمبار کړی، چي له کبله يې شپږ تنه ملکي وګړي مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x