د جال او په تـندي يي ( ک ف ر )

ليکوال : محمد عباس يوسـفـزى

هـوښيار ته اشارت کم عـقل ته کـوتک، د دجال په تـندي به روښـانه ليکل شوې وي ک ف ر ( کـفـر ) کافـر خو پـريده داسي په ډلو درباري ملايان اوعام مسلمانان به يي حق وبـولي لکه دا اوس چې روښانه کـفـر ( ديموکراسې ) ته په اسلامي شريعت ترجيح ورکوي، د دجال ښکاريدل هم يوه الهي ازمايـښتي فـتنه ده او دا اوس هم تـوپـيـري تړاو يي د خلکـو په سستيا پورې ده، مطلب د دجال لارويان به تر دوي هم سست وي چې نور به ليکل شوي کـفـر ته هم کـفـر نه وايي د خدايي دعـويدار ته به هم کافـر نه وايي لکه څنګه چې اوس کـفار د امکاناتو په ورکولو او رعب اچولو سره کمزوري مسلمانان دوکه کوي داسي به دجال هم د سحر او امکاناتو په مټ کمزوري خلک خپلې باطلې دعـوې ته قايلوي

يو لاروى به يي هم دجال ته نه وايي چي ته د خدايي دعوه کوې دا د سترګې او تندي د عيب غم دې ولي نه کوې لکه اوس چې يو غلام هم خپل کافـر بادار ته په صدق نه وايي چي نړۍ سرۀ تـبۍ تاسي کړه او دهشت ګر (تروریست) مسلمان دى د دجال لارويان به تر دوي هم بدبـخـت جاهلان وي چې کـفـر ته په قايـلـيدو به سربـيره دجال ته د خالق نسبت هم وکړي.

کفار الهي حدود ماتوي او د ځناورو له اعمالو څخه هم بدو اعمالو ته قانوني بـڼه ورکـوي چي بيا يي خوشالتيا سره د اتفاق په صورت کې ډيرو شخړو ته اړتيا نوي، داسي دجال به هم ټولو حرامو ته د جنت تر نوم لاندې د دوې څخه په لوړه پـيمانه قانوني بـڼه ورکړي دجال به خپل باطل جنت او دوزخ لري، لاروى يي که له خنزير ځناور څخه هم بد وي خپل جنت ته به يي ننباسي، مسلمان که د ايماندارۍ، غـيرت او اخلاقـو يو مثال وي دوزخ ته به يي ننباسي خو اصل کې به يي جنت دوزخ او دوزخ به يي جنت وي، داسي اوس هم کـفـار نا اهله او منافـقـيـنو څخه کار اخلي، واک او امکانات ورکوي خو په اصل کې يي ژوند د ذلـت دى.

که لـږ فکر وشي اکـثره د کـفـارو په مستعـمرو کي يي چې غلام څومره نا اهل او بې عـزت وي په هماغه اندازه ورته واک او امکانات ورکړل شوي وي که نور په هيڅ غوليـدلي مسلمانان نه پوهـيـږي پدې خو پوهيـږي چې قـرانکريم د الله تعالى (جل جلاله) کتاب او حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) يي رسول دى بس فکر دې وکړي چي له قـران او احاديثو دفاع څوک کـوي.

ورځ تر بلې د کـفارو منافـقيـنو او د دوې د غلامانو اسلام ضد دښمنې روښانه کـيـږي يو حکمت يي دا هم دي چې نور بايد له ايمان او علم څخه کمزورى مسلمان هم پوه شي لکه استاد چې تمبلانو ته د کاميابۍ لپاره ډير اسانه سوالونه هم را اخلي چي د نه حليدو په صورت کې بايد ناکام شي د پوهي او درجي مومنان د امریکا له خوځـښت څخه پوه شول چې د اسلام خلاف د کـفري لښکرو قيادت امریکا واخست دا هـر څه بې مطلب او بې له حکمت څخه نه پـيـښيـږي پـدې کي الهي ازمويـنه نغـښـتي وي چې پاک او ناپاک سره بيل شي.

کفارو په غم ښادۍ کورونو مسجدونو عام او خاص ځايونو بې دريغه بمبارۍ وکړې د اسلام د سپيڅلي دين د علماو په شمول يي نور ډيـر نر، ښځه ، زاړه ، واړه او د غيـږې ماشومان پرته له دوې سره د مبارزې بې ګناه په کراتو ډليـز ووژل سربيره پر دې يي د الله تعالى (جل جلاله) ، قران او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په شان کي روښانه جاهلانه کـړنې تر سره کړې د خداى (جل جلاله) د حکم خلاف يي له عقل او بدن څخه معذور په لنډه موده کي په ساده ګانو مفکر او ولس مشر کړ او مفکر دا دى ښکاره بيرغې ځان د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تو هين کـوونکى اعلانوي څومره به نو نور د دوي کـفـر برسيره شي.

بايد چې نور نو ولس پوه شي کنه دا خلکو که وسه لرلاى نو چا به تري اودس هم نه وه کړى، ولس دې کـفارو پسې په روانو درباري ملايانو نور نه دوکه کيـږي د هغوي غيرت او ضمير له بيخه ويستل شوي او په ايمانونو يي هم ….. خداى (جل جلاله) پوه شه.

خلاصه د دې وخت تر عـقيـدوي کمزورو به د دجال د فـتنې د وخت عـقيدوي کمزوري ډيـر سست وي نو ځکه پـري دجال مسلط کيـږي لکه اوس چې کـفار پـر مسلمانانو مسلط دي په اصل کي اکثـره مسلمانان له اسلام څخه بې پـروا دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
abdullah
میلمه
abdullah

ماشاء الله په قلم مو برکت