د نن سرلیکنه

پر یوې ګُستاخې مجلې برید او د غني غندنه! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: د پنجشنبې پر ورځ د فرانسې پلازمېنه پاریس کې درې تنو وسله‌والو د «چارلي ابډو» په نامه پر هغې طنزیه مجلې برید وکړ چې درې کاله وړاندې يې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) ته منسوب یو توهینوونکی کارتون رسم کړی و. وسله والو –له نېکه مرغه- د مجلې د ایډيټر، ۴ کارتونیستانو په ګډون دولس تنه وژلي. د «چارلي ابډو» فرانسوۍ مجلې دغه سپک چلند په اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه راوپارول. ولسونه سړکونو ته راووتل او د بیان د ازادۍ په نامه یې د یادې مجلې دغه سپک عمل وغانده. مجلې په دې کار سره د نړۍ د یو نیم ملیارد وګړو عقیدې ته په سپکه وکتل. د دوی استدلال د «بیان ازادي» وه!

موږ یوې داسې نړۍ کې اوسېږو، چې د «ارزښتونو» په نامه څه نه شته. د ځنګله قانون حاکم دی، د زمري برخه تل غوړه او د خوارو ولسونو حقونه تلف او باورونه سپک ګڼل شوي دي. دغه د ځنګله قانون او د توهین روانې لوبې ته رسنیو د «مدني توب» جامه وراغوستې ده. کنه په حقیقت کې، که لږ ژور وګورو نن بشري نړۍ د مشترکو ارزښتونو له تشې سره مخ ده. نړۍ مشترک ارزښت نه لري؛ خو موږ مسلمانان بیا ارزښتونه لرو. داسې ارزښتونه چې هره ورځ یې د ساتلو او پاللو لپاره د دې دین پیرویان سرونه شیندي او ځوانۍ قرباني کوي. غرب بیا په خپله په ځانګړې ډول د ارزښتونو له تشې سره مخ ده. هلته د پوسټ ماډرن په نامه پړاو کې انسانان نه یوازې دا چې خپله ارزښتونه نه لري، بلکې د نورو ارزښتونه هم ورته لکه د دوی په څېر سپک او بې ارزښته ښکاري. د پوسټ ماډرن ټولنې اصل دا دی چې نړۍ کې هېڅ مطلق حقیقت نه شته، هر څوک بویه او باور او نظر یې. څوک حق نه لري چې د چا باور غلط وګڼي. غرب د حقیقت له کړکېچ سره مخ دی. مګر در سنیو پر مټ یې خپله بې ارزښتي پر موږ درنه تللې ده او زموږ ارزښتونو ته یې وخت نا وخت سپکاوی کړی دی.

موږ له لوېدیځ څخه توقع نه لرو چې زموږ ارزښتونو ته دې درناوی وکړي. له دښمنه احمقان د ښه سلوک هیله کوي. لوېدیځ چې په خپله ټولنه کې د یو وحشي انسان په څېر د یووشتمې پېړۍ په جاهلیت کې اوسي؛ نو موږ به څه هیله ترې ولرو چې زموږ ارزښتونه دې درانه وتلي. هغوی چې له مادې پرته نور هېڅ نه پېژني ولې ترې داسې توقع وشي. زموږ نیوکه د ګډ حکومت پر مشر، اشرف غني ده چې ولې د یوه دېرش میلیوني مسلمان ملت په «پنځوس سلنه» استازیتوب پر یوې ګستاخې مجلې د برید غندنه کوي او په دې ویر کې ځان ورسره «شریک» بولي. «پنځوس سلنه» یې ځکه بولو چې تر اوسه یې واک شریکي عبدالله څه نه دي ویلي. د غني خوښه، خپله او رولا یې ښايي پر دې غم په رښتیا هم ډېر دردېدلي وي؛ خو زموږ مسلمان ملت بیا د همدغې ګستاخې مجلې د یوه سپک چلند پر ضد ګولیو ته خپلې سینې سپر کړې. نن ولې له هغوی سره په دې درد کې ځان شریک وبولي؟! زموږ ملت د دې مجلې پر درد برعکس خوشاله دی او د خپل تر ټولو ستر ارزښت (پیغمبر صلی الله علیه وسلم) ته د سپکاوي د غچ اخیستو احساس کوي. موږ هېڅکله د سپکو او بې ارزښته انسانانو په درد نه دردېږو. موږ درانه یو، ارزښتونه لرو او د درنو انسانانو پر درد دردېږو او د بشر په توګه یې درناوی کوو.

داسې ښکاري چې اشرف غني د مجلې درد په رښتیا احساس کړی وي؛ ځکه له واک شریکي عبدالله سره یې د لانجې په اوج کې په لرې فرانسه کې د سپکې مجلې درد دروند وګاڼه او په «کلکو» ټکو یې برید وغانده!

بې کابینې ولسمشره، دا چې ته او ستا لبنانۍ-امریکايۍ-عیسوۍ رولا څرنګه ګروهې لرئ، دا مو خپل کار دی، نه مو ولس خپل ګڼي او نه هم تاسې ولس خپل ګڼئ، یوازې دومره درنه کوو چې د ولس پر هغوی قربانیو مسخره مه کوه چې د همدې سپکې مجلې د سپکاوي له امله یې وینې وبهېدې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x