افغانستان

فارياب: د قيصار په ولسوالۍ کې چاودني ۶ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی آسیا: د فاریاب ولایت د قیصار په ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر ماین چاودېدلی چي له امله يې د رسمي سرچینو په وینا ۵ تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د فاریاب ولایت امنیه قوماندانۍ څخه یو تن چارواکي ویلي چي پيښه نن سهار د یادي ولسوالۍ د کوتل حیدرخانه په سیمه کې هغه وخت را منځته شول، کله چي یو ښخ شوی ماین پر یو ټونس ډوله موټر وچاودید.

نومړي زیاته کړې چي ۵ تنه مړه او یو تن بل ټپي شو، او دا خلک ټول ملکي کسان دي.

تر اوس طالبانو ددې پيښي په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.. خو دولتي چارواکي ددې پيښي پړه پر طالبانو اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x