نړۍ

فرانسې پر «چارلي ابډو» مجلې بریدګر شهیدان کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): فرانسوي چارواکو د هغو دوو ورونو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهینوونکې مجلې پر دفتر يې وسله‌وال برید کړی و، د شهادت خبر ورکړی دی.

د تېرې چهارشنبې په ورځ ۳ تنو بریدګرو چې له منځه يې دوه تنه ورونه (شریف او سعید کواچي) وو، د هغې مجلې پر دفتر برید وکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب توهینوونکي کارتونونه يې خپاره کړي وو.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې فرانسوي امنیتي ځواکونو دواړه شکمن ورونه د پاریس په ختیځ کې د ډامارټن آن ګویل په سیمه کې هغه مهال وویشتل چې کله له هغه مارکيټ چې دوی په کې پټ شوي وو، راووتل او پر امنیتي ځواکونو یې برید وکړ.

الجزیرې تلویزون خبریال نور الدین بوزیان ویلي چې امنیتي ځواکونو په هغه سیمه کې عملیات پیل کړل چې دواړه بریدګر ورونه په کې پټ وو. نوموړي زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو هغه بمونه چې سترګې ړندوي، پر بریدګرو استعمال کړي او په سیمه کې د سختو ډزو غږونه اوریدل شوي.

فرانسوي رسنۍ وايي چې بریدګرو په سیمه کې د یهودیانو مارکیټ «کوشر سپر مارکیټ» کې یو شمېر کسان یرغمل کړي وو او په ډزو کې څلور یرغمل کسان وژل شوي.

یو شمېر سرچېنې وايي چې په سیمه کې پټ شوی هغه کس و چې پرون يې د پاریس په جنوب کې یوه پولیسه ووژله او ددغو کس د چارلي ابدو د مجلې د بریدګرو سره په اړیکه کې و.

فرانسوي رسنۍ وايي چې ددغو دوه بریدګرو ورونو له امله د هېواد جنوبي هوايي ډګر چې سیمې سره نېږدې و، تړلی او الوتکې يې شمالي لوري ته انتقال کړي.

تېره /چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه/ درې تنو بریدګرو د «چارلي ابدو» مجلې پر دفتر برید وکړ چې د مجلې د ایډيټر او ۴ مهمو کارتون رسموونکو په شمول يې د مجلې ۱۲ کارکوونکي او پولیس ووژل او ۱۱ نور يې ټپیان کړل.

دغه برید چې عیني شاهدانو د یوې فلمي صحنې سره تشبیه کړی و، فرانسویان ډير وارخطا کړي دي.

چارلي ابدو مجلې په ۲۰۱۱ز کال کې رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه توهینوونکی کارتون خپور کړي و چې د نړۍ په لر او بر کې یې توند غبرګونونه پارولي وو او وروستی برید هم د هغو کارتونو د خپرولو غبرګون ښودل کیږی.

د یادونې وړ ده چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني که څه هم د فرانسوۍ ورځپاڼې د توهینوونکو خپرونو په اړه په ښکاره توګه څه نه دي ویلي، خو هغه برید یې په کلکه غندلی چې تیره ورځ د دې مجلې په دفتر ترسره شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيد خوستئ

انا لله وانا اليه راجعون
اللهم تقبلهم شهداء مع النبيي والصديقين والشهداء والصالحين وحسن اؤلئك رفيقا

الله تعالى دي ددوئ مقدسي پاكي ويني دنڑيوال طاغوتي نظام د زوال سبب كڑي

ابن شهید ين

انا لله وانا اليه راجعون..
تقبل الله ثباتهم وجهادهم ودماءهم.واحشرهم مع النبين والشهداء والصالحين في جنت الفردوس النعيم

سید حسیب الله

ضرورت است تا نماز جنازه غایبانه به این شهدای بزرگوار اسلام سازماندهی گردد.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x