ورزش

د کرېس ګېل توپ وهنه سویلي افریقا له ماتې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د ویسټ انډیز او سویلي افریقا لوبډلو تر منځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د ویسټ انډیز په بریا پای ته ورسیده. ویسټ انډیز سیالې لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه سویلي افریقا لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. سویلي افریقا ټاکل شوي شل اورونو کې خپل ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۵ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لپاره ډو پلېسېس ۳۸ منډې جوړې کړې او روسوو ۵۱ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

ویسټ انډیز لپاره کورټېل دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلید.

د ویسټ انډیز لوبډلې ټاکل شوی هدف خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه. دغه لوبه کې کرېس ګېل په ۳۱ توپونو کې ۷۷ منډې جوړې کړې چې ویسټ انډیز د بریا اصلی لامل ګڼل کیږي.

سویلي افریقا لپاره عمران طاهر درې او پارنېل دوه ویکټې واخیستې.

دغه لوبه د سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ د درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه وه او دوهمه لوبه به د جنوري په ۱۱مه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

البته په ۴۴ توپونه نه په ۳۱ توپونو یی ۷۷ منډی ووهلی- اصلاح کړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx