افغانستان

په زابل کی ۲۷ بابه نوي ښونځي فعاله شوی

afghan_school_calssدزابل والي محمد اشرف ناصري دجمعه په ورځ په یوه ځانګړي مرکه کی طلوع نیوز  ته وویل چی دغه ښونځي یی دسیمه دخلکو په مرسته پرانستل .هغه وایی چی ددغه ښونځیوپه پرانستلوسره پدغه ولایت کی دفعاله ښونځیوشمیر ۶۵ ته رسیږي چه یوازی ۲۱ ښوونځی  یی په روان کال کی په شاه جوی ولسوالی کی فعاله شوی دی.

ښاغلی ناصری همداراز وایی چه وسله والو طالبانو ددی ولایت شینکی او سیوری ولسوالی کی ۴ بابه ښوونځی تړلی دی.

ناصری وایی ددی ولایت دزدوکوونکو شمیر له ۲۱۰۰۰ څخه  ۲۵۰۰۰ زرو ته لوړ شو.

چارواکی وایی هڅه کوی ترڅوپه راتلونکي کی نورتړل شوي ښونځي هم پرانیزي.

دیادوني وړده چی په زابل کی اوس هم سلګونه ښونځي دځینوننګونوله امله تړلي دی.

اټغر، میزانه او خاکی افغان هغه ولسوالی دی چه دامهال پکی هیڅ دپوهنی بهیر نشته.

احمد ولي سرحدي- زابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x