ورزش

سکاټلینډ هم نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د سکاټلینډ کرکټ بورډ هم راتلونکی نړیوال جام لپاره خپل ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې دغه نړیوال جام به د دغې لوبډلې لپاره درییم نړیوال جام وي.

سکاټلینډ لومړۍ لوبه به د فبروري په ۱۷مه د کوربه هیواد نیوزیلینډ په خلاف وي چې له هغې وروسته به د انګلینډ، استرالیا، سریلانکا، بنګله دیش او افغانستان په خلاف لوبې کوي.

هیره دې نه وي چې د جنوري په ۸مه د افغانستان ملي لوبډله دغه هیواد ته سخته ماتې ورکړه.

د سکاټلینډ لوبډلې مشر روزونکی ګرانټ بریډبورن وویل:« زه نن ډیر خوښ یم چې نړیوال جام لپاره لوبډله اعلانوم او دا د هغو لوبغاړو لپاره چې ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل شوي یوه غوره لاسته راوړنه ده.»

دسکاټلینډ ۱۵ کسیزه لوبډله:

۱- پریسټن مومسن (لوبډل مشر) ۲- کېل کویتزر
۳- ریچي برینګټن ۴- فریډریک کولمن
۵- متیو کراس ۶- جوشوا دیوی
۷- السدییر ایوانس ۸- همیش ګاردینر
۹- مجید حق ۱۰- مایکل لیسک
۱۱- مټ میکن ۱۲- کلم میکلیوډ
۱۳- سفیان شریف ۱۴- روبرټ ټېلر
۱۵- آین وارډلا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x