نړۍ

راولپينډۍ کې د شیعه ګانو پر عبادت ځای چاودنې اته تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه راولپيندۍ کې د شیعه ګانو پر عبادت ځای چاودنې لږ تر لږه اته تنه وژلي او ۱۶ نور يې ټپيان کړل.

د راولپينډۍ د پوليسو يو مشر راجه عبدالرشيد رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه بريد تېره شپه ناوخته په داسې وخت کې وشو، چې د شیعه ګانو په عبادت ځای کې د دوی مذهبي پروګرام روان و، چې سرتېري بريدګر دغه ځای ته د ننوتو هڅه وکړه او د پوليسو له لوري د منعه کولو پر مهال يې ځانته چاودنه ورکړه.

مګر د بم پلټنې ټيم مشر رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې چاودنه د ځای پر ځای شوي ماين په واسطه شوې او سرتېری بريد نه و.

له چاودنې وروسته د سيمې په روغتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د راولپينډۍ بېنظېرې روغتون ډاکټران وايي، چې اته مړي او شپاړس ټپيان يې روغتون ته وروړي دي.

بل پلو د راولپينډۍ د شيعه ګانو مشر عالم ابو محمد رضوي د يادې چاودنې له امله درې ورځنی ماتم اعلان کړی او دغه چاودنه يې غندلې ده.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سید حسیب الله

اگر همه متوجه شده باشیم؛ شیعه ها بطور عموم و دولت رافضی ایران به طور خاص میخواهد با استفاده از فضای ملتهب در میان جماعت سنی ها در سراسر کشور های اسلامی؛ ماهی مراد خود را بگیرند و با نوکری و چاپلوسی با غرب تسلط شانرا بر جهان اسلام محقق سازند. دولت ایران حمله سه غازی به مجله کفر آمیز پاریس را حتی در نماز ظاهرا جمعه خویش تقبیح کردند.

ډاکتر احمدی

بله خبره داده چی ایران د شارلی ایبدو باندی حمله په کلکه غندلی نو دی نه داسی معلومیږی چی ددوی سیاستونه د امریکایانو او اسرایلو سره موازی دی او هیڅ ډول مخالفت ددوی تر مینځ نه لیدل کیږی څو اخیرو لویو پیښو ددی موضوع ښکارندوی ده لکه – پر افغانستان د امریکا یرغل – پر عراق د امریکا یرغل – پر یمنی مسلمانانو د امریکایانو یرغلی – د داعش موضوع – په پاکستان کی د امریکایانو د حملو څخه ددوی ملاتړ او داسی نوری په لس هاوو واقعیتونه دا جوته کوی چی ددوی سیاست او د امریکایانو او یهودو سیاست… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x