نړۍ

القاعده پر اسلام دښمنه مجلې د بريد مسؤوليت قبول کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): القاعده جهادي ډلې د شيخ حارث النظاري په غږ کې د يو غږيز کليپ په ترڅ کې، فرانسه کې پر اسلام دښمنه «چارلي ایبدو» مجلې د بريد مسؤوليت منلی او د نورو ورته بريدونو ګواښ يې کړی دی.

دغه غږيز کليپ د القاعده جهادي ډلې د خپرندوی مرکز «الملاحم» لخوا د شيخ حارث النظاري به غږ کې خپور شوی دی.

شيخ النظاري جزيرة العرب کې د القاعده جهادي ډلې مسؤول دی.

نوموړی د خپلو خبرو په ترڅ کې وايي: د پاريس مبارکه غزا د هغه چا پر ضد وه، چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره يې دښمني راخيستې وه او د هغه مبارک سپکاوی يې کاو، نو الله تعالی پرې له داسې لارې ګزار وکړ، چې د دوی وهم او ګومان کې هم نه و»

شيخ حارث النظاری زیاتوي، چې د فرانسې يو شمېر اتباعو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکاوی پيل کړی و او الله تعالی داسې څوک ور ولېږل، چې دوی ته ادب او د بيان د ازادۍ حدود وښيي.ـ د چارلي ايبد مجلې هغو سپکوونکو کارټونونو ته اشاره ده، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شان کې یې د بيان دازادۍ په نوم خپاره کړي وو.ـ

شيخ نظاري د خپلو خبرو په ترڅ کې پر نوموړې فرانسوي مجلې د بريد ستاينه کوي، چې دا خلک له مرګه د ويرې نه دي، د الله تعالی په لار کې په مرګ پسې ګرځي او فرانسې ته يې ګواښ کړی: «اې فرانسويانو! دا به درته ښه وي، چې د اسلام او مسلمانانو له دښمنۍ لاس واخلئ، تر څو په امن کې ژوند وکړئ او که له خپل خويه وانه وښتی، نو زموږ له خوا دغه زيری واورئ، چې والله که به رانه په ارام ژوند وکړئ، تر څو چې تاسې الله تعالی، د هغه رسول صلی الله عليه وسلم او مؤمنانو سره دښمني کوئ.»

د بريدګر اعتراف

په دغو درې بريدګرو کې دوه سکه وروڼه سعيد او شريف کواشي وو او شريف يې د جمعې په ورځ له خپل مرګه شېبه مخکې ماښام ناوخته فرانسوي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې القاعده جهادي ډلې د دوی روزنه او مالي ملاتړ کړی او فرانسې ته يې د دغه بريد لپاره رالېږلي وو.

کواشي بیګا ناوخته په خپلو وروستيو کې خبرو کې د فرانسې «بي ايف ام» تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې له بريد وروسته يې د پاريس ختيځ په څلويښت کيلوميټرۍ کې پناه اخيستې وه او ویې منله، چې د دې بريد تر شا د يمن القاعده ډلې لاس و او دوی ۲۰۱۱م کال کې د يمني الاصله امريکايي مسلمان عالم انور العولقي په مرسته يمن ته ولاړل.

انور العولقي ۲۰۱۱م کال کې يمن کې د امريکايي څارګرې الوتکې په بريد کې ووژل شو.

يمني او امريکايي چارواکو منلې، چې دغه دواړه وروڼه سعيد او شريف د ۲۰۰۹- ۲۰۱۳م په ترڅ کې څو څو ځل يمن ته راغلي، چې لومړی يې د يمن ايمان پوهنتون کې درسونه ويلي او بيا يې د القاعده په مرکزونو کې نظامي زده کړې ترسره کړي دي.

درېيم بريدګر احمد کوليبالي هم «بي ايف ام» تلويزوني شبکې ته ويلي، چې اسلامي دولت سره اړيکې لري او د دې لپاره يې سعيد او شريف سره په ګډه په دغه بريد کې برخه واخيسته، چې فرانسه د اسلامي دولت او خلافت سره د دښمنۍ له امله پر نوموړي دولت بريدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x