افغانستان

طالبانو د روزګان ولایت د علماؤ د شوری د رئیس د وژلو ادعا وکړه

Uruzgan_MAP2نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه تازه تماس کي نن ټکی اسیا ته وویل چي طالبانو تیره ورځ مازیګر د روزګان ولایت د علماؤ د شوری رئیس مولوي لعل محمد د یوه برید په ترڅ کي ووژلو.

هغه زیاته کړه چي نومړی د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي مازیګر مهال خپل د کور په لور روان وو، چي د طالبانو د برید سره مخ سو، او ځای پر ځای ووژل شو.

قاری یوسف وویل چي مولوي لعل محمد د طالبانو د حکومت په وخت کي د روزګان ولایت د امر بالمعروف مسؤولیت په غاړه درلود، خو د طالبانو د حکومت د ړنګیدا وروسته په همدې ولایت کې د ملایانو د شورا د رئیس په توګه وټاکل شو، او تر ډیر تعقیب وروسته تیره ورځ طالبان وتوانیدل چي هغه ووژني.

باید وویل شي چي تیره شپه په کندهار کي هم د ارغنداب ولسوالۍ د وولسي شورا منشي د یوه برید په ترڅ کې وژل شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x