افغانستان

د پکتيکا والي له یو وسله وال بريده روغ وتلی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د پکتيکا والي انجينر عبدالکريم متين له يو وسله وال بريده روغ وتلی دی.

د پکتيکا ولايت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې انجينر متين تېره ورځ د ښرنې د لرې پرتو امنيتي پوستو څخه ليدنه کوله، چې طالبانو پرې وسله وال بريد وکړ، مګر دغه بريد کې انجينر عبدالکريم متين ته زيان نه دی اوښتی او يوازې يو ساتونکی يې ټپي شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره ورځ مازديګر څلورنيمې بجې د دوی نظامي ملګرو د پکتيکا پر والي وسله وال بريد کړی، چې نتيجه کې يې درې ساتونکي وژل شوي، مګر د والي حالت نه دی څرګند شوی.

انجينر عبدالکريم متين تر اوسه رسنيو ته نه دی څرګند شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x