نړۍ

فاينانشل ټايمز: چارلي ايبډو د احمقانو کارونه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): سره له دې لويديزو رسنيو د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې زرګونو خبرونه او مقالې د فرانسې پر ګستاخې اسلام دښمنه مجلې د بريد په غندنه خپرې کړې، مګر برتانوي فاينانشل ټايمز د وتلي ليکوال ټوني باربر يوه داسې ليکنه خپره کړې، چې کومې رسنۍ لکه چارلي ايبډو او ډنمارکي ايلانډ پوسټن ورځپاڼې، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکاوی کوي، دا کار يې د احمقانو بللی دی.

باربر زياتوي:« چارلي ايبډو فرانسوي او ايلانډ ډنمارکي رسنۍ د بيان د ازادۍ په نوم د مسلمانانو غوسې راپاروي، مګر رښتيا خبره دا ده، چې دا يو احمقانه او بې عقل کار دی.»

د يادونې وړ ده، چې د مجلې ادارې د ليکوال ليکنه سانسور کړې او دغه جملې يې ترې لرې کړي دي.

ليکوال زياتوي، چې فرانسوي مجلې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکاوی کوي او د مسلمانانو غبرګونونه راپاروي او دوه کاله وړاندې يې ۶۵ مخونو کې يو کتاب خپور کړ، چې د محمد صلی الله عليه وسلم سپکوونکی کارټون يې په کې جوړ کړی و.

باربر ليکلي، چې دی د هغو بريدګرو « انديښمن ذهن» پيژني، چې فرانسه کې يې پر دغه مجلې بريد وکړ او دغه مرګونی خونړی بريد د فرانسې په سیاسي ژوند او حرکت څو اړخيزې اغېزې لري او ډېره ګټه يې مارين لوبان او د هغه ښي اړخي سخت دريځي توکمپالي ګوند ته رسيږي.
د باربر د ليکنې د غربيانو غبرګونونه راپارولي

د ټوني باربر ليکنې د لويديځوالو غبرګونونه راپارولي او تر دې دمه پر دغه ليکنه له ۱۴سوو زياتې تبصرې شوي، چې ډېری يې نقدي دي.

يو تبصره کوونکي ليکلي، چې «دغه مقاله دردوونکې ده او د خلکو حساسيتونه يې راپارولي، چې هلته د فرانسويانو مړي او ټپيان پراته دي او دی داسې نقدي ليکنې کوي. دا ليکنه په هيڅ صورت نه شي توجيه کېدای.»

يو بل مبصر د ليکنې وروستۍ برخې په اړه ليکلي، چې بيخي بې خونده وه او د فاينانشل ټايمز پر چلوونکو يې هم نيوکې کړي، چې هلته پاريس کې د خلکو له شل و شوټو بدونونو وينې روانې دي، مړي پراته دي او دوی داسې ليکنې خپروي.

د فاينانشل ټايمز وياند جون ګيپر په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د ټوني باربر ليکنه د کالم په توګه خپره شوې او د فاينانشل ټايمز د رسمي دريځ استازيتوب نه شي کولای.

د امريکا د ژورناليستيکو څېړنو مرکز په خپله خبري ويب پاڼې «نيوز باسټن» ليکلي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې یوه ليبراله رسنۍ «فاينانشل ټايمز ته اشاره ده» پر چارلي ايبډو مجلې نيوکې کوي او مسلمانانو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

نيوز باسټن زياتوي: ۲۰۱۱م کال کې چې د چارلي ايبډو په مرکزي دفتر کې چاودنه وشوه او ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، نو د ټايم امريکايي مجلې ليبرال ليکوال بروس کراملي هم پر چارلي ايبډو سختې نيوکې وکړې او چارلي اسلام دښمنه مجله يې د وړو ماشومانو وبلله، چې خپل د ژورناليزم مسلک ته درناوی نه لري او اسلام سره دښمني کوي.

د الجزيرې تلويزون وتلي ژورناليست او د «الاتجاه المعاکس» سياسی پروګرام چلوونکی دکتور فيصل قاسم وايي، چې استرليايي حکومت ۲۰۰۵م کال کې وتلی تاريخ پوه ډيويډ ايرونګ يوازې د دې لپاره په درې کاله بند محکوم کړ، چې هالو کاسټ کې د سوځول شوو یهوادنو د شمېر په اړه يې شک ښودلی و او دلته په لويديځ د اسلامي مقدساتو سپکاوی د بيان ازادي بولي؟

دکتور قاسم زیاتوي، چې ډنمارک، فرانسې اونورو هېوادونو کې د ګستاخانه کارټونونو خپراوی د لويديځو حکومتونو د رسمي دريځ استازيتوب کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x