taliban-Afghanistan-snow

طالبانو د ګډ حکومت سره د اړیکو راپورونه رد کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ادعاوي او راپورونه رد کړه چې ګواکي طالبان د نوي حکومت سره په تماس کې دي، او یا دې طالبانو د هغوی څخه کومه غوښتنه کړې وي.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې چې نن ټکي آسیا ته یې هم یوه کاپي رالیږلې، ویلي : که په کابل کې نوي حکومت د طالبانو د پخوانیو غړو سره اړیکه نیولې وي، د هغوی سره یې خبري کړي وي، او یا یې کوم وړاندیز ورته کړی وی، نو هغه د اسلامي امارت نمایندګي نه کوي.

په دې اړه د ذبیح الله مجاهد خبرپاڼه چې نن ټکی آسیا ته یې هم را لیږلی، کټ مټ په لاندي ډول ده:

د کابل په اداره کې د ونډې اخيستنې د آوازو په اړه د اسلامی امارت د ویاند څرګندونې

نن په رسنيو کې آوازې خپرې شوې چې ګنې د کابل ادارې چارواکو، مجاهدینوته په کابینه کې د دريو څوکيو د ورکړي وړانديز کړی، یا د ځينو ولایاتو او مصئونیت غوښتنه شوې او داسې نورې خبرې….

موږ دغه راز بې بنسټه خبرونه په کلکه ردوو، موږ دکابل له لاسپوڅې ادارې سره هيڅ تماس هم نه ده نیولی او نه هم کومه غوښتنه ترې شوې.

که په کابل کې له وړاندې اوسیدونکو ځينو هغوکسانو سره اړيکه يا خبرې شوې وي، چې پخوا د اسلامي امارت غړی وو او اوس په کابل کې  ترنظارت لاندې ژوند کوي، له هغو سره خبرې یا ورته وړانديز د اسلامي امارت په نمايندګۍ نه دی.

موږ د کابل ادارې سره د هر ډول اړيکو او ورڅخه د غوښتنو په اړه خپرې شوې آوازې په کلکه ردوو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۸/۳/۱۴۳۶هـ ق
۱۹/۱۰/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/1/9م

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د