nangarhar map

جلال اباد: د استئناف محکمې یو قاضي وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): نامعلومو وسلوالو د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې د استئناف د محکمې یو قاضي وواژه.

دا پيښه نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې په سیمه کې هغه وخت را منځته شو، کله چې د استئناف محکمې پر قاضي عبد المتین نامعلومو وسلوالو ډزې وکړې، او هغه یې ځای پر ځای وواژه.

راپورونه وايي، چې قاضي عبدالمتين دفتر ته پر لار روان و، چې لاره کې بريد پرې وشو.

د عبد المتین په اړه ویل کیږي چې د استئناف په محکمه کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د دیوان رئیس وو.

قاضي عبدالمتين د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکی و، او اوس مهال جلال اباد نجم الجهاد په فامیلیو کې اوسیده.

د پېښي مسؤولیت تر اوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.

له سیمې څخه په یوه بل خبر کې طالبانو ادعا کړې چې تیره شپه ناوخته یې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې د ملي اردو په یوه ګزمه چاودنه او ډزې کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۳ تنه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د دې پيښي په اړه دولتي رسنیو او چارواکو څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د