
د سي ای اې پخوانی مشر جنرال پيټرياس په جنايي جرمونو تورن شو
نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې د امريکا فيډارلي استخباراتو محکمې او لويې څارنوالۍ د سي ای اې پخوانی مشر په جنايي جرمونو تورن کړی، چې بايد سزا ورکړای شي.
نيويارک ټايمز زیاتوي، متقاعد جنرال ډيويډ پيټريوس د امريکا ملي ګټو اړوند پټ معلومات خپلې ملګرې پولا برودويل ته ورکړي او يا هغې ترې په پټه تر لاسه کړي دي.
د نيویارک لوی څارنوال ايريک هولډر جر وايي، چې دوی د جنرال پيټريوس او د هغه د ملګرې د اړيکو په اړه پلټنې کوي، چې د سي ای اې پټ معلومات يې ورکړي کنه او که دا ثابته شي، نو دا به د امريکا په تاريخ کې لومړی ځل وي، چې دومره لوړپوړی اسخباراتي او نظامي چارواکی د جنايي جرمونو له امله زندان ته ځي.
د نيويارک عدليې محکمې ويلي، چې دوی د جنرال پيټريوس او پولا شخصی ايميلونه، کمپيوټر او نور اړوند شخصي شيان کنټرول کړي او پلټنې يې پيل کړي دي.
د امريکا د فيدرالي تحقيقاتو ادارې افسران وايي، ۲۰۱۲م کال کې چې جنرال پيټريوس د پولا له يارانې وروسته له دندې ګوښه کړای شو، نو دوی د پولا له شخصي کمپيوټره د سي ای اې اړوند ډېر پټ معلومات تر لاسه کړي، چې له جنرال پيټيريوس څخه يې تر لاسه کړي وو.
لويه څارنوالي وايي، چې څلور ګل لرونکي جنرال پيټريوس عراق او افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د جګړه ييز ماموريت مشر پاتې شوی او وايي، چې خپلې ملګرې ته يې هم پټ معلومات نه دي ورکړي.
جنرال پيټريوس زياتوي، چې عدليه د ده پر خلاف کوم شواهد نه لري، چې دی دې پرې وشرمیږي.
د پيټريوس مدافع وکيل رابرټ بي بيرينټ تېره ورځ نیويارک کې رسنیو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې په دې اړه هيڅ ويل نه غواړي.
لوی څارنوال هولډر بايد د تېر کال تر پايه د جنرال پيټريوس په اړه پرېکړه کړې وای، چې دی مجرم دی کنه، سزا ورکړي او که نه، مګر لوی څارنوال تر اوسه هم پلان نه لري، چې د جنرال پيټريوس قضيه په کوم ډول پر مخ بوځي.
د جنرال پيټريوس جنجالي قضيې دی او د ده ګڼ ملګري او سياسي ملاتړي له سختو ستونزو سره مخ کړي.
جمهوري پلوه سناتور جون مککين لوی څارنوال ته ليکلي، چې د پيټريوس قضيې ټول امريکايي ولس اندېښمن کړی او دوی د هېواد له باتجربه پوهانو د چټکې څېړنې او پرېکړې غوښتنه کوي.
ويل کيږي، چې پيټريوس هغه مهال ۳۷ کلنې پولا سره د يارانې اړيکې وغځولې، چې ۲۰۱۱م کال کې د سي ای اې مشر وټاکل او ۲۰۱۲م کال کې يې پولا سره شخصي پټې اړيکې څرګندې شوې او څرګنده شوه، چې پيټريوس خپلې ملګرې ته د سي ای اې پټ معلومات ورکړي دي.
جنرال پيټريوس د سي ای اې له مشرۍ وړاندې عراق او افغانستان کې د امريکايي عسکرو مشر و.