افغانستان

روزګان: لاریونوالو د فرانسې بریدګر اتلان وبلل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت اوسیدونکو د یوه لاریون په ترڅ کې د مرکزي حکومت او په ځانګړې ډول د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني هغه څرګندوني ناخوښه وبللې چې په فرانسه کې يې د بریدګرو په اړه کړي وي.

غني د فرانسې د بریدګرو کار غندلی و.

د تیري چهار شنبې په ورځ (مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل)) د فرنسې په پلازمینه پاریس کې درېوو وسلهوالو کسانو د (چارلي ابډو) مجلې پر دفتر برید وکړ چې د اسلام مبین دین ته یې سپکاوی خپله دنده ویلې وه او په همدې ترڅ کې په وار وار رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوبې کارتوني خاکې جوړي کړي وې او هم یې د ډانمارک د یوې ورځپاڼي کارتونونه نشر کړې وو.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول، چې اکثره یې د همدې ورځپاڼي کارکوونکي او څلور تنه یې کارتونیستان وو.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني یاد برید تر غندلو وروسته د فرانسې له ولس سره خپله «ژوره خواشیني» څرګنده کړې وه او دغه برید یې وحشي او یو غیر انساني عمل بللی وو.

د پژواک خبري اژانس له خبر سره سم تیره ورځ د روزګان ولایت د چوري ولسوالۍ زرګونو اوسیدونکو تر لمانځه وروسته د اشرف غني د څرګندونو پر خلاف لاریون وکړ او د فرانسې بریدګر یې اتلان وبلل.

د لاریون کوونکو په وینا ګډ حکومت باید له فرانسې سره خپلي اړیکي پرې کړي او هم په کابل کې د فرانسې هیواد سفارت وتړي.

هغوی وویل چې د اسلام پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم توهینوونکې مجلې باندي برید یوه اتلولي وه او بریدګر یې اتلان وه، چې د ټولو مسلمانانو په نمایندګي یې دغه اتلولي او انتقامي برید تر سره کړ او له دې وروسته به څوک د اسلام مبارک دین ته تر توهین مخکي سل واره سوچ کوي.

د لاریون ګډونوالو همداراز وویل چې دوی له اسلام څخه په هر حالت کې ننګه کوي او کله به هم اجازه ور نه کړي چې د اسلام مبارک دین او د الله رسول ته توهین وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد سعيد

خير يوسي اتلوالو افغانانو الله مو ثابت لره

مهاجر فراهی

ستاسی بلا دی پر اشرف غنی وگرزی

عزیز

هغه کسان چی په فرانسه کی یی حمله کری په رښتیا چی اطلان دی . مکر د اشرف غنی خبری یوازی یو خارجی سیاست دی داسی نه دی چی دی دی پری خوشحال شوی نه وی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x