افغانستان

د کندهار-هرات پر لویه لاره برید کي د اکمالاتي کاروان ۶ ساتونکي مړه ۱ ټپي شوی دی

NATO-trucks-torchedنن ټکی آسیا: تیره ورځ د کندهار – هرات پر لویه لاره طالبانو پر یو اکمالاتي کاروان برید کړی، چي له کبله يې د کاروان ۶ تنه ساتونکي مړه او د یوه تن د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د هرات روغتون څخه یو تن ډاکټر ویلي چي تیر ماښام ناوخته روغتون ته د ۶ تنو مړو جسدونه روغتون ته ور وړل شوي وه، او یو بل تن په ټپي حالت باندي روغتون ته راوړل شوی وو، او ورته ویل شوي وه چي دغه کسان د کاروان ساتونکي دي،

چي د کندهار – هرات پر لویه لاره د چکاو په سیمه کي د طالبانو په کمین کي ختلي دي، او مرګ ژوبله ورته اوښتې.

ځیني نورو سرچینو ویلي چي به برید کي لږ تر لږه ۹ عرادې ټانکري او اکمالاتي موټر هم سوځول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x