نړۍ

نيويارک: محکمې ابو حمزه المصري په ټول عمر بند محکوم کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): امريکا کې د نيويارک قضايي محکمې مصري الاصله برتانوی عالم په ټول عمر بند محکوم کړ.
امريکايي چارواکو پر ۵۶ کلن شيخ ابو حمزه تور لګولی، چې يمن کې د لويز اتباعو په يرغمل او ترور کې لاس درلودلو په ګډون په ګڼو جرمونو کې ښکېل و.

پر شيخ ابوحمزه فيصله کوونکي ښځينه قاضي کارټين فورسټ د خپلې پرېکړې پر مهال وويل، چې ابو حمزه د نامسلمانو اتباعو د وژلو لپاره مسلمانان هڅول او دا کار يې د دين برخه بلله.

د يادونې وړ ده، چې ابو حمزه په برتانياکې اوسيده او له اوږدې قضايي مرحلې وروسته ۲۰۱۲م کال امريکا ته يوړل شو.

د ابو حمزه جرم دا ښودل شوی، چې مسلمانان ځوانان يې د نامسلمانو وژنو ته هڅول او لندن کې يې د خپلو خبطو او ويناوو پر مهال د نظام پر ضد ويناوې کولې.

شيخ ابو حمزه، چې ږېره کې يې سپين زيات شوي د محکمې پر مهال پر ده لګيدلي تورونه رد کړل او زياته يې کړه، چې دی په پوره ډاډ او اطمینان دغه تورونه ردوي او له محکمې غواړي، چې د زندان روغتون ته يې ولېږي، تر څو خپله درملنه وکړي.

تېر پسرلي کې شيخ ابو حمزه د خپلې محاکمې پر مهال ويلي و، چې کېدای شي، ده د خپلو خبرو او خطبو پر مهال ځينې ترخې خبرې کړي وي، چې په چارواکو بدې لګېدلي وي.

نوموړي دا هم ويلي و، چې اسامه بن لادن يې خوښېده او د يو شمېر دلايلو له امله يې هغه سره مینه وه، مګر دا په دې معنا نه و، چې دی د القاعده غړی و.

د شيخ ابو حمزه د قضيې قاضي وويل: «له ډېرو پلټنو وروسته هم زه په دې نه يم توانېدلې، چې د ابو حمزه په اړه ثابته کړم، چې تروريزم سره اړيکې لري او کنه، مګر پرېکړه مې دا ده، چې نړۍ به تر هغو په امن نه شي، تر څو چې د ابوحمزه په څېر خلک په زندانانونو کې نه وي.»
محکمې د خپلې پرېکړې په ترڅ کې شيخ ابو حمزه په ټول عمر بند محکوم کړ.

د نيويارک لوی څارنوال وايي، چې د ټول عمر بند سزا د شيخ ابوحمزه په څېر سړي لپاره ايله مناسبه ده.

د شيخ ابو حمزه مدافع وکيل سام سچيميټ له محکمې وغوښتل، چې موکل يې ۵۶ کلن سپين ږيری دی او بايد د بند سزا يې کمه شي، چې د ژوند څه برخه خپلې کورنۍ سره هم تېره کړي.

مدافع وکيل يې همدارنګه له چارواکو وغوښتل، چې موکل يې بايد په عادي او ارامو زندانونو کې وساتل شي او د کلوروډا فلورانس زندان ته ونه لېږل شي، چېرته چې دوی خطرناک زندانيان ساتي.

شيخ ابو حمزه، چې اصلي نوم يې مصطفی کمال مصطفی دی او مصري الاصله برتانوی دی د نهو اولادونو پلار دی لومړی انجينر و او وروسته ۱۹۹۷م کال کې د لندن فينسبيسري پارک په جامع جومات کې خطيب شو او د خپلې هغې امريکاضد خطبې له امله مشهور شو، چې د امريکا پر ضد يې وويله او امريکا يژ د نړۍ ستر شيطان وبلله.

۲۰۰۳م کال فينسبيسري پارک مسجد هغه مهال وتړل شو، چې د برتانوي چارواکو په وينا وسلې ترې راووتې او ۲۰۰۴ م کال نوموړی مصري الاصله برتانوی عالم شیخ ابو حمزه د امريکايي چارواکو په وينا ونيول.

په ۲۰۰۶ کال برتانوي محکمې د تروريزم، کرکې او نفرت خپرولو په تور په اوو کالو بند محکوم کړ او ۲۰۱۲م کال کې د امريکايي چارواکو په غوښتنه امريکا ته ولېږدول شو او تېره ورځ د نيويارک محکمې په ټول عمر بند محکوم کړ.

د ابو حمزه پلويان او خواخوږي وايي، چې دوی په شيخ کې هيڅ داسې کړنه نه ده ليدلي، چې دی دې تروريزم سره اړيکې ولري او نوموړي په دې ګومان برتانيا کې يو څه ازادې ويناوې کولې، چې دا هېواد کې د بيان د ازادۍ ځای باله، مګر چارواکو د ده ويناوې ونه شوای زغملې او په ډول ډول تورونو يې متهم کړ او اوس يې په ټول عمر بند د ناڅرګند جرم له مخې بندي کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x