شعـــــرونه

شریف او سعید ته

شرافت او سعادت

د کمال خبری نه دی د جلال دی
دا چی خاندی او خوشاله دی ملال دی

د فارس د عارضی رڼا نه درومی
د الله ج درسول دواړه کلیوال دی

وږی تږی د کوثر وه ځکه لاړه
نه دجاه نه ده جلال دی نه دمال دی

په غیبت یی له شیطانه نومری غواړی
تش په نوم مسلمانان څه په بد حال دی

دا یو څوتنه به ټوله نړی ایل کړی
لا په لوړه حوصله په لوړ مورال دی

شرافت او سعادت یی په نصیب شو
شهیدان همرازه دوه د نوی کال دی

مدثر همراز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
salam

الله پاک دی لوړی درجی ورکړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx