افغانستان

کرزي په افغانستان بانک کي د امریکايي مشاورينو کار بند کړی

SIGARmoney-bag د سازمان په حواله د متحده ايالاتو کانګريس د 2002 کال څخه تر اوسه پوري افغانستان ته 70 ميليارده ډالر ځانګړي کړي، ترڅو د بيارغوني او په امنيتي پروژو کي ولګول سي.

دغه سازمان پر افغان حکومت او متحده ايالاتو نيوکه کړې او ويلي يي دي چي دغو دواړو هيوادونو ټول هغه ممکنه کارونه نه دي تر سره کړي، چي د ياغيانو او د هيواد څخه دباندي، د دغو پيسو د وتلو او بيځايه مصرفيدو مخنيوی وسي.

د دغه سازمان چارواکو ويلي چي حامد کرزي، د می په مياشت کي پريکړه وکړه چي امريکايي مشاورين نور په افغانستان بانک کي په کار نه دي. په کابل کي د امريکا سفارت وايي، چي امريکايي مشاورين اوس مهال داسي کوم تصميم نه لري چي بيرته په کابل بانک کي خپلي دندي پيل کړي. وروسته تر هغه چي د کابل د هوايي ډگر څخه بهرنيو هيوادونو ته د ډيرو پيسو د وتلو خبره راپورته سوه. دغه سازمان د امريکا له حکومت څخه غوښتي چي افغانستان ته د خپلو مرسته سوو پيسو د ورتگ او وتلو ته ډيره توجه وکړي. د سازمان په حواله د افغانستان د هوايي ډګرونو له لاري1.3 ميليارده ډالره وتلي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x