نوي سیارې چې ژوند هم په کې ممکن دی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): امریکايي ساینسپوهانو ویلي چې په شمسي نظام کې ۸ داسې سیارې کشف شوي چې ځمکې ته ډیر ورته والی لري او ژوند هم په کې ممکن دی.

امریکايي فضايي اداره ناسا د کیپلر فضايي تلسکوپ په مرسته معلوم کړی چې ۸ داسې سیارې شتون لري چې هلته د ژوند کولو عناصر هم موجود دی او انسان کولی شي هلته ژوند وکړي.

د هغو سیارو شمیر چې د ژوند عناصر په کې شتون لري ۱۰۰۰ ته رسیدلی خو د دغو سیارو فاصله له ځمکې سره ډیره زیاته ده او هلته تګ ناشونی دی.

ځینې سیارې چې د ژوند عناصر لري د لمر سره په زیاته فاصله موقعیت لري چې له دې امله هلته هوا ډیره یخه وي او د اوبه پر ځای واوره موجود وي.

ځینې سیارې بیا لمر سره ډیر واټن لرلو پربنسټ مناسبه اندازه رڼا نه لري او ټوله سیاره تیاره وي چې په همدې اساس ژوند په کې له خنډ سره مخ وي.

خو ساینسپوهان وایي چې دغه نوي کشف شوي سیارې له لمر څخه په مناسبه فاصله کې موقعیت لري چې په همدې اساس به دغو سیارو کې د واورې پر ځای اوبه موجود وي او له لمر سره د خاصې فاصلې پر بنسټ مناسبه اندازه رڼا هم لري.

د دې څیړنې مشر څیړونکی ګویلیرموټورس ویلي چې دغو سیارو کې هم د غرونو په څیر ساختمانونه شتون لري خو بیا هم د ژوند کولو لپاره مناسبه ساحه لري.

نوموړی ویلي چې پخواني سیارې چې ژوند په کې ممکن وو زمونږ له سیارې څخه ۱۱۰۰ نورې کاله فاصله لرله په داسې حال کې چې نوي کشف شوي سیارې یوازې ۴۷۰ نوري کاله فاصله لري چې په همدې اساس دغه سیارو ته تګ نسبت نورو ته اسانه ده .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د