ټولنیزه برخه

د حضرت حسن بصري (رح) ژورې خبرې

راټولوونکی : عطا محمد میاخېل

1 ـــ تر څو چې د خپلو دوستانو درناوی کوئ ، دوستي به مو تل پاتې وي .
2 ـــ څوک چې د زړه له کومې الله (ج) ته رجوع وکړي ، نو خدای (ج) به یې مرسته وکړي .
3 ـــ د دنیا مینه د ټولو ګناهونو سر دی .
4 ـــ د جنت په بدل کې ستر انعام هم هېڅ نه دی او د دوزخ په مقابل کې ډېر ستر کړاو آسان او د زغملو وړ دی .
5 ـــ څوک چې له مال او دولت سره مینه کوي ، نو الله (ج) به یې رسوا کړي .
6 ـــ هغه څوک ناپوه دی ، چې کله قوم ورپسې روان شي کبر او لویي پیدا کوي .
7 ـــ غوره نېکي د خپلو ملګرو د عزت ساتنه ده .
8 ـــ دنیاوي عذاب دادی ، چې په ژوندون د انسان زړه او ضمیر دواړه مړه شي .
9 ـــ قناعت سړی بې پروا کوي .
10 ـــ درواغجن تر ټولو لومړی ځان رسوا کوي .
11 ـــ درواغجن له ټولو څخه لومړی ځان ته زیان رسوي .
12 ـــ پوهان له وینا وړاندې فکر کوي او نا پوهان وروسته .
13 ـــ عالم هغه دی ، چې علم یې له عمل سره برابر وي .
14 ـــ که چېرې تاسې د جهنم په اور باندې خوښ یاستئ ، نو بیا ګناهونه کوئ او که نه نو بیا له ګناهونو نه ځان ساتئ .
15 ـــ هغه خبره چې مصلحت پکې نه وي ، شر پکې خوندي وي او هغه خاموشي چې د الله (ج) په قدرتونو کې د فکر کولو نه تشه وي ، تعبیر یې په لهو او لعب سره کېږي .
16 ـــ ما داسې څوک نه دی لیدلی ، چې دنیا یې غوښتې وي او آخرت هم ورته رسېدلی ، مګر هغه څوک چې آخرت وغواړي ، نو الله (ج) به د دنیا نعمتونه هم ورکړي .
17 ـــ په آخره زمانه کې به داسې خلک وي چې علم به د دنیا له پاره زده کوي په دې کې د الله (ج) حکمت دا وي ، چې علم به ورکېدلو نه ساتي .
18 ـــ مېږې او وزې له انسان څخه زیاتې با خبره دي ، ځکه چې د شپانه په یوه غږ سره څرېدل پرېږدي او انسان د خپلو خواهشاتو له پاره د الهي حکمونو پروا هم نه کوي .
19 ـــ فکر یوه داسې هېنداره ده ، چې په هغې کې نېک او بد دواړه لیدل کېږي .
20 ـــ چا چې له کینې او حسد نه ډډه وکړه هغه مینه تر لاسه کړه .
21 ـــ چا چې په صبر او سکون سره ژوند تېر کړ ، هغه سر لوړی شو .
22 ـــ لږه تقوا هم د زرو کلونو د روژو او لمونځونو نه غوره ده ، ځکه چې په عملونو کې تر ټولو غوره عمل فکر او تقوا ده .
23 ـــ د مؤمن تعریف دا دی ، چې حلیم وي او په یوازیتوب کې عبادت کوي .
24 ـــ خدای پېژندونکي خلک د نیا خپل دښمن ګڼي .
25 ـــ د اسلام سپېڅلی دین د ټولو ښېګڼو او ښکلاوو ټولګه ده
26 ـــ کوم سړی چې تاسو ته د نورو عیبونه بیانوي ، هغه به خامخا نورو ته ستاسو عیبونه هم بیان کړي .
27 ـــ دینې وروڼه موږ ته د اهل و عیال نه هم ډېر زیات ګران دي ، ځکه چې هغوی په دیني معاملو کې زموږ همکاران دي .
28 ـــ ستاسو تر نفس زیات هېڅ داسې ناړامه ځناور نه شته ، چې د سختو تړلو وړ وي .
29 ـــ دنیا خپله سپرلۍ وګڼۍ که پرې سپاره شوئ نو منزل ته به مو ورسوي او که مو په ځان سپره کړه ، نو د خوارۍ او بربادۍ اسباب به درته برابر کړي .
30 ـــ هره وینا ، چې له حکمت څخه خالي په خپله آفت دی .
31 ـــ هغه چوپتیا چې د یوه کار د تدبیر له پاره نه وي بې پروایي او ټنبلي ده .
32 ـــ زما په وړاندې ځیرک او هوښیار ځیرک او هوښیار هغه څوک دی ، چې آخرت له دنیا څخه غوره وګڼي .
33 ـــ که غواړې چې خپله دنیا له مرګ څخه وروسته ووینې ، نو وګوره چې د نورو له مرګ څخه وروسته د هغوی دنیا څه شوه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x