
امريکا ګردې نړۍ کې خپلو اتباعو ته د بشپړ احتياط امر کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د امريکا بهرنيو چارو وزارت د يوې تازه اعلاميې په ترڅ کې ګرده نړۍ کې له امريکايي اتباعو غوښتي، چې خپل ژوند او فعاليتونو سره بشپړ احتياط وکړي.
اعلاميه کې راغلي، چې په دې وروستيو کې د «سخت دريځو» وسله والو بريدونه زيات شوي او هر ځای کې امريکايي اتباع له مرګوني ګواښونو سره مخ دي او دوی د خپلو ټولو اتباعو د ژوند او امنيت په اړه اندېښمن دي، چې د نړۍ په لر و بر کې فعاليتونه او عادي ژوند کوي.
دا اعلاميه، چې د امريکا پر وخت تېره شپه ناوخته خپره شوه د فرانسې پر اسلام دښمنه مجلې د بريد په اړه په کې څه نه دي ويل شوي.
اعلاميه زياتوي، چې اسلامي دولت او نورې وسله والې جهادي ډلې په ګرده نړۍ کې د امريکا د ګټو پر وړاندې خنډ دي او غواړي، چې د نورې نړۍ سربېره اروپا او امريکا کې هم پر امريکايي چارواکو او عامو اتباعو بريدونه وکړي.
بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د باوري معلوماتو له مخې يو شمېر وسله والې جهادي ډلې هڅه کوي، چې منځني ختيځ او شمالي افريقا کې پر امريکايي اهدافو بريدونه او چاودنې وکړي، امريکايي اتباع ووژني او د ګټو پر وړاندې يې خنډ شي.
په اعلاميه کې راغلي، چې د ګردې نړۍ په کچه تر ټولو ستر خنډ او ګواښ اسلامي دولت او القاعده جهادي ډله ده.