fbpx

«چارلي ابدو» بريد

لیکوال: لطف الله خیرخوا

کالم: نکات

چارلي ابدو طنزيه مجله ده، چې ان پر سرو کرښو هم طنز کاږي، خو دا دی طنز د «جديت» قدمونو ته پرېووت. په اسلامي کړيو کې د پېښې په اړه ډول ډول ارزونې ښکاره شوې. ځينې ورونه يې په دې تاييدوي، چې د جهاد څپې اروپا ته واوښتې او ګوندې دا يې ابتداء وي. ځينې ورونه بې له ارزونې خوشاله دي او يوازې دا يې اورېدلي، چې فرانسه کې بريد شوی. د يو ورور «پوسټ» مې وکوت، چې وايي : چارلي ابدو مجلې دفتر کې دولس «مرتدين» مردار شول.

ځينې ورونه چې څه نا څه فکري حرکتونو پورې شعوري تړاو لري او «سوله مل» هم دي، وايي، چې فردي کار و، جذبه وه، ضرور نه و، چې ويې کړي، ټولو مسلمانانو ته يې ستونزې وزېږولې. خلکو په کلونو کلونو خوارۍ وکړې، چې په سوله ييز ډول مخکې لاړ شي، دې يو عمل ټولو خواريو ته لغته ورکړه. ځينې وايي چې دا بريد د فلسطينې موضوع د پرمختګ د ځنډونې يا شنډونې دسيسه ده. وايي فرانسه له ځينو نورو اروپايي دولتونو سره دا فکر لري چې ګوندې حماس د ترورستو ډلو لست نه وباسي، دا مهال د دا پېښه د حماس د پرمختګ مخه نيسي.

ځينې ورونه چې لږ ډېر تصوف پورې تړاو لري، هغوی د عشقِ رسول پر بنسټ دې بريد ته ډېر خوشال او خوشبين دي، ځکه چې مجلې د محمدعليه الصلاة والسلام توهين کړی و.

زه فکر کوم، چې موضوع ساده نه ده. لږه ژورتیا لري، خو که څوک جهادي جريانات لږ ډېر مطالعه کوي يا يې اوسنۍ نړېواله صليبي جګړه باندې لږ ډېر نظر وي، نو د پېښې ابعاد ورته له ورايه ښکاريږي.

لومړۍ خبره خو دا ده، چې دا پېښه ځانګړې نه ده، بلکې سياق لري. دا مجله د يوې شاملې جګړې په جريان کې پر مسلمانانو وڅرخېده. د لويديځ او اروپا ټول قوتونه په يوه خوله مسلمانانو پسې راوخوځېدل او زمکه يې پرې تنګه کړه. هر چا خپله برخه جګړه وکړه او کوي يې. «چارلي ابدو» هم په خپل وار، وار وکړ.

همدا اوس موږ تاسې شاهدان يو، چې د دولة الاسلام او جبهة النصرة پر ضد پراخ اشر شوی، نږدې شپېته دولتونه په کې شريک دي. چا خرڅ منلی، چا مشاورين منلي، چا پيلوټان منلي، چا ورسره بريد کې د عملي ګډون ټټر هم وهلی. فرانسه په دې جريان کې هر اړخيز ګډون لري. خرڅ يې منلی، هوايي ځواک يې عملا بمبار کوي.

دا ګډون د مالي، الجزاير، ليبيا او افغانستان له جګړو پرته دی، چې په پراخه پيمانه په کې د مسلمانانو پر ضد مصروفه ده. د دې جګړې په اړه د اذهانو «تنوير» همدا ډول مجلې کوي. د چارلي ابدو کارتون ته موږ توهين وايو او دغه ډول عکس العمل ښيو، اما دا عمل دوی سره تنويري خاصيت لري. دوی خپل ولس قانع کوي، چې ګوندې دولت يې په يوه حقه جګړه بوخت دی او سوبې به ورته راوړي. شايد همدا دليل وي، چې دولت يې د چارلي ابدو د ساتنې لپاره ځانګړی ګارد ټاکلی و، چې په همدې بريد کې له منځه لاړ.

له بده مرغه چې د بريد په اړه ځينو علماو لا دا ليکلي وو، چې ګوندې د چارلي ابدو کار کوونکي بې ګناه وو او اسلام دا ډول عمل غندي!! سړی هېښ شي، ولې دومره بېغوره خبره وشي. دا خلک د مسلمانانو پر ضد په يوه ستره جګړه کې ښکېل دي او تر هغو ګواښمن دي، چې مخامخ ډز کوي، ځکه ډز د خطا کېدو احتمال لري او اغېز يې موقتي وي، اما فکري او فرهنګي وار نه خطا کيږي، که يو ځای خطا شي، بل ځای رسا کيږي او اغېز يې هم اوږد مهاله وي.

د بريد په اړه خبره واضحه شوه، چې يو نړېوال جهادي خوځښت پلان کړی و. بويه چې جهادي څپې اروپا ته ورسېدې. ولې کوم بل ځای په نښه نه شو؟ ځواب دا دی، چې ابتدايي مراحل دي او عموما چې کوم ځای عسکري فعاليت پيليږي، نو همدا ډول اهداف په اسانۍ وهل کيږي. ضمنا دا هم ذهن ته لويږي، چې ولې له عسکري دښمنه، فرهنګي دښمن مخکې کړای شو؟
دوهمه او مهمه خبره په کې دا ده، چې په خپله اروپايان په کې دخيل دي. له همدې ښکاري چې جهادي فکر په اروپا کې دومره ريښه غزولې، چې خبره اوس يوازې تر هجرته نه ده منحصره، بلکې له جهادي تړاو سره سم، د فعاليتونو زمينه هم برابره ده.

پاتې شوه د امت د ستونزو خبره يا د بدنامېدو خبره، نو ستونزې شته او دا اوس هم کومه نېکنامي د اروپايانو او غربيانو ذهن کې نه ده راپاتې. کله چې جهادي خوځښت رامنځته کيږي، دا ستونزې به هم منل کيږي. که د حاکميت تصور مطرح وي او جهادي روحيه نه وي، نو سوله به دې د اخوانيانو په څېر پنجرو ته بيايي يا به د حرکة النهضة په څېر بيخي له شريعت او اسلامه ورتېرېږې، د جمعيت او جماعت په څېر به له مسيره اوړې، ګنې بيخي به دې په اسلامي حاکميت تيږه ايښي وي او يوازې تبليغي کار به پر مخ ځي. موږ وليدل، چې نړېوالو هغه ضعيف او تر اخر بريده سوله مل قرضاوي هم معاف نه کړ او د نيولو امر يې کړی.

دا چې دا بريد د حماس او فلسطيني قضيې سره څه تړاو لري، بعيده ښکاري. لومړی خو دا سوال مطرح کيږي، چې فرانسه حجاب بندوي، نو جهادي حماس د خدای د کومې رضا په خاطر بښي؟ دوهم دا چې ولې مو لا له ذهنه پردي معيارونه نه وځي؟ ولې د نړېوال کفر بښنه او نيونه لا زموږ په ذهن حاوي ده؟ څومره بدمرغي ده، چې يو څوک په دې امت پرلپسې ظلم کوي، بيا مو هم ترې د خير تمه وي. اصلا دا ورونه چې له نړېوال جهادي حرکت سره مازې تعاطف هم نه لري، نو جهادي برياوو ته يې پام نه اوړي او ذهن يې هغو خواو ته ځي، چې څنګه پر جهادي فعاليتونو خاورې واړوي.

مفکر ځان وځلاوه

تېره مياشت سويډن کې دوه مسجدونه وسوځول شول. مفکر څه چې مفتيانو يې هم خولې ته حرکت ورنه کړ. د چارلي ابدو په اړه يې سخت غبرګون ښوولی او بريد يې په سختو ټکو غندلی. د مفکر څرګندونې ځانګړی مقصد لري. هغه دا چې د مسلمانانو پر ضد ځان د نړېوال صليبي يرغل يو لښکري ښکاره کوي، د دوی صف صدمه ليدلې، په خپل وار غمرازي ښکاره کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو زوړ وزير هم څرګنده کړې، چې د چارلي ابدو قربانيان د بيان د ازادۍ «شهيدان» دي. همدلته د مفکر او د نړېوال کفر ذهني تړاو برسېره کيږي. د دواړ څرګندونې په ځانګړي سياق کې دي، دا چې دی پر اسلامي خاوره مسلط شوی شخص دی او ځان د هغوی پوروړی ګڼي، له هغوی يو قدم مخکې ځي او بريد ته «وحشت» وايي او په سختو ټکو يې غندي. م

فکر فرانسې سره يو بل تړاو هم لري. بي بي ګلې هلته درس ويلی او له فرانسوي ارزښتونو زښته متاثره ده، ځکه خو يې په داسې يوه ټولنه کې د حجاب پر ضد خوله پرانسته، چې حجاب په کې د عقيدې تر بريده مهم ګڼل کيږي. په همدې ژور تړاو مفکر ونه توانېده، چې خپل کفر پوښلی وساتي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالخالق همت
میلمه
عبدالخالق همت

مجاهدينو الله اتفاق ورکړي فرانسه څه چي سفينه مانړي به هم نښه کو انشالله

حنيف
میلمه
حنيف

موفق اوسي خير خواه صيب خكلي ليكنه دي كري….