امریکا د اقتصادي ستونزو له امله په اروپا کې خپلې ۱۵ نظامي اډې تړي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د اروپا په لر او بر کې پرتې «۱۵» پوځي اډې به یې تړل کیږي.

دغه پوځي اډې په برتانیې، المان، بلجیم، هالینډ، ایټالیې او پرتګال کې موقعیت لري. پنټاګون وايي چې تړل کیدونکي پوځي اډې به کوربه هیوادونو ته سپاري.

امریکايي سرچینې وايي چې د امریکا د پوځي لګښتونو د کچې زیاتېدو، پنټاګون دغې پریکړې ته اړ ایستلی؛ که دغه اډې وتړل شي نو اټکل کیږي چې امریکا ته به هر کال له پوځي بابته ۵۰۰ ملیونه ډالره ګټه پاتې کیږي.

پنټاګون وايي چې د یادو پوځي اډو د تخلیه کولو پلان دوه کاله وړاندې طرح شوی وه.

امریکایان د خپلو پوځي اډو تړلو ته «په اروپا کې په نظامي ماموریت تجدید النظر» نوم ورکوي.

د دغه «تجدید النظر» په لړ کې امریکا د تېرې پنجشنبې په ورځ د برتانیې په سفوک سیمه کې خپله یوه پوځي اډه تخلیه او برتانویانو ته تسلیم کړه. امریکايي چارواکو وویل چې دغې اډې یې «نظامي ماموریت پای ته ورساوه».

راپورونه وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله پنتاګون دا وړاندیز هم کړی وه چې باید د امریکا په داخل کې یو شمیر پوځي اډې وتړل شي خو کانګرس دغه وړاندیز رد کړ او په بهرنیو هیوادو کې يې د پوځي اډو تړلو ته ترجیح ورکړه.

یاده دې وي چې په اروپا کې د امریکا پوځي اډې له هیڅ راز وسله وال ګواښ سره مخامخ نه وې، خو د کتونکو په اند، یادې اډې په افغانستان او عراق کې د وسله وال مقاومت تاو ووهلې او په دغو هیوادو کې له سختو اقتصادې ضربو او نظامي تیندکونو وروسته امریکا اړ شوه په نړۍ کې د خپلو نظامي اډو لمن راغونډه کړي.

تېره میاشت په جنوبي کوریا کې هم امریکا د یوې پوځي اډې «نظامي ماموریت بشپړ» کړ او دغه اډه یې وتړله.

که څه هم امریکا د ګډ حکومت په دوهمه ورځ له اشرف غني څخه پر امنیتي تړون لاسلیک واخیست، خو لا هم په افغانستان کې د نظامي اډو په اړه امریکایان دوه زړي ښکاري او د طالبانو وسله وال مقاومت یې دې هیلې ته د رسیدو په لار کې ستره ننګونه بلل کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د