نړۍ

امت ورځپاڼه: پاکستاني پولیس افغانان لوټوي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): په پاکستان کې هغه افغانان چې په قانوني توګه په دغه هیواد کې استوګن دي، او د حکومت له خوا ورته مهاجر کارټونه ورکړه شوي، هم د پولیسو د غلا او شکنجو څخه نه دي محفوظه.

د امت اخبار د وروستي راپور سره سم که څه هم د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او د کورنیو چارو وزیر چودري نثار په ښکاره توګه په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاته کیدو وخت تمدید کړی، خو بیا هم د خیبر پښتونخوا پولیس د افغانانو په خلاف خپل د غلاو او رشوتونو بازار ګرم کړی، او هره ورځ په ملیونو پاکستانۍ کالداري د افغانانونو څخه په یوه او بل نامه لوټوي، او خپلو جیبونو ته یې اچوي.

د امت اخبار په وینا هغه افغانان هم نیول کیږي چې هغوی د دولت له خوا ورکړه شوې اصلي مهاجر کارټونه لري، او تر نیولو وروسته هر کس د ډیرو زیاتو پیسو په بدل کې خوشي کیږي.

اکثریت افغانان له دې ډاره چې کاروبارونه یې خراب نه شي، او یا په هغو په سي نور اضافي کیسونه ونه تړل شي، د پولیسو څخه د ځان خلاصولو په خاطر هر څومره پیسو ورکولو ته تیاریږي.

د امت ورځپاڼي په وینا یوازي هغه افغانان د پولیسو له دې غلاو څخه محفوظ دي چې هغوی د فوځي افسرانو او یا هم د پولیسو افسرانو په بنګلو کې میشت دي، او دغو افسرانو ته یې ښه ډبلې کرایې را رواني دي.

باید وویل شي چې تیره اونۍ افغان مهاجرینو ته د روان کال ۲۰۱۵ تر پایه پوري د قانوني استوګني اجازه ورکړه شوه، او پولیسو ته په خاصه توګه ویل شوي چې په افغانانو به کار نه لري، خو بیا هم د ټول پاکستان پولیسو د افغانانو په خلاف لوټ مار شروع کړی، او چې څومره یې وچسپيږي، هغومره پيسی ځینی را ټولوي.

باید وویل شي چې له کومي ورځي په پيښور کې پاکستاني طالبانو په یوه فوځي سکول باندي برید کړی، له هغه راهیسي په دغه هیواد کې افغانان په یوه او بل نامه نیول کیږي، د هغوی څخه پيسی اخیستل کیږی، او یا هم له هیواده بیرون شړل کیږی، چې له کبله یې افغانانو ته په بازارونو کې ګرځېدل، او روغتونونو او عامه ځایونو ته تګ راتګ مشکل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x