افغانستان

سرپل: نامعلومو وسلوالو ۱۲ تنه تری تم کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان په شمالي ولایت کې تیره شپه نامعلومو وسلوالو په یوه کور باندي چاپه اچولې، او له دغه کوره یې ۱۲ تنه میلمانه یرغمل کړي او له ځانه سره بېولي دي.

د سیمي څخه په ورکړل شویو راپورونه کې راغلي چې نا معلومو وسلوالو د سرپل ولایت په مرکز کې په یوه کور باندي چاپه ووهله او ۱۲ تنه یې له ځانه سره بوتلل.

ویل کیږي چې دوه کسان یې تر اوسه وژلي دي، او د پاته نورو کسانو د ژوند او مرګ په اړه لا معلومات نشته.

د سرپل ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکو هم د پيښي پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې پيښه تیره شپه ناوخته رامنځته شوې، خو وايي چې دوی په دې هکله پلټني رواني کړي دي.

چارواکي وايي چې تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي څرګند شوي چې وسله والو ولې او د څه هدف لپاره دا کار کړی.

باید وویل شي چې تر اوسه ددې پيښي مسؤولیت هم چا په غاړه نه دی اخیستی، او نه هم د پيښي تر شا لامل مالوم شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x