افغانستان

افغانستان کې دبهرنیو وژل شویوسرتېرو شمېره ۲۶۰۴ ته ورسیده

په افغانستان کې دبهرنیو وژل شویوسرتېرو شمېره ۲۶۰۴  ته ورسېده . په وژل شویو سرتېرو کې ډېره برخه امریکا یان دي چې(۱۶۷۵) تنه کېږي .
روان کال که څه هم پر افغان حکومت تر بل هرکال خونړی بلل کېږي خو دتېر کال په انډول تر اوسه ددغه کال دبهرنیو ځواکونو مرګ ژوبله لږ ده .

تېر کال بهرنیو ځواکونو خپل ټول ټال (۷۱۱) بهرني پوځیان په افغانستان کې وژل شوي منلي وه، چې (۴۹۹) یې امریکا یان وو.

سږ کال تر اوسه هغوی په افغانستان کې (۳۲۳) پوځیان وژل شوي منلي دي، چې (۲۲۹) یې امریکا یان او پاتې نور یې د ناټو دغړو هیوادونو سره تړاو لري .
امریکایي جنرال جان الن له جنرال دیوید پیترایس څخه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومانده  په داسي حال کې واخیسته چې په دغه هیواد کې دوژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېره تر ۲۶۰۰ واوښته .

سلمیان جبارخیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x