
د هندوستان او استرالیا وروستۍ لوبه بې نتیجې شوه
نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): نن د هندوستان او استرالیا تر منځ د څلور ټیسټ لوبو وروستۍ لوبه هم پای ته ورسیده. دغه لوبه بې نتیجې پای ته ورسیده.
د دې لوبې پچه استرالیايي لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. استرالیایي توپ وهونکي غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ټول ښه ولوبیدل. دغه لوبه کې استرالیا خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۵۷۲ منډې جوړې کړې.
دغه لوبه کې د استرالیا لپاره سمیت ۱۱۷، وارنر ۱۰۱، واټسن ۸۱ او مارش ۷۳ منډې جوړې کړې.
د هندوستان لپاره تر ټولو غوره توپ اچونه محمد شامي وکړه او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي يي وسوځول.
هندوستان خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۷۵ منډې جوړې کړې. دغه لوبه کې ویراټ کولي یو ځل بیا د غوره توپ وهنې ننداره وړاندې کړه او ۱۴۷ منډې جوړې کړې.
د هندوستان لپاره تر ویراټ کولي وروسته راهل ۱۱۰، شرما ۵۳ او اشوین ۵۰ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.
استرالیا لپاره سټارک ۳، هاریس ۲، لیون ۲، واټسن ۲ او هذل ووډ یوه ویکټه واخیسته.
استرالیا خپل دوهم وار توپ وهنه کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۱ منډې جوړې کړې. دوهم وار توپ وهنه کې د استرالیا لپاره سمیت ۷۱، برنس ۶۶ او روجرس ۵۶ منډې جوړې کړې.
دوهم وار توپ اچونه کې د هندوستان لپاره اشوین ښه وځلید او د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.
هندوستان دوهم وار توپ وهنه کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۲ منډې جوړې کړې. دغه لوبه کې د هندوستان لپاره ویجې ۸۰، کولي ۴۶ او شرما ۳۹ منډې جوړې کړې.
استرالیا لپاره دوهم وار توپ اچونه کې سټارک ۲، لیون ۲، هذل ووډ ۲ او واټسن یوه ویکټه واخیسته.
دغه لوبه د وخت نه شتون له امله بې نتیجې پای ته ورسیده. خو بیا هم استرالیا د سیالیو دغه لړۍ ۲-۰ سره وګټله.