نظــر

بدلون اړین ده

لیکوال: اسد الله رزین

بدلون: نوښت انساني ځانګړنه ده.  او د همدغه بنسټ د را خپلولو په لړۍ کې انسان د پرمختګ مزلونه لنډوي. او د هوسا او بسیا ژوند سا اخلي.

انسان له یادې ځانګړنې په ګټه اخستو سره پخپل ځان کې د ټوکیدنې واکونه نور هم پیا وړي کوي.  او د ځان او انسان چوپړ ته یی وړاندي کوي.

د دی ټولو خدای ورکړیو بی شمیره واکونو د را برسیره کیدو په صورت کې بیا انسان دځمکې د ودانیدو ویاړ ګټي. هغه چې د انسان د  ذمه واریو یوه مهمه برخه ور جوړوي، خو ددی لویی د ندې د تر سره کولو لپاره په کار ده چې د بدلون ارزښت ته پخپل زړه کې د اوسیدو اجازه ورکړو او د زړه په ودانو کې یی د یوې اړتیا په ډول ځای په ځای کړو.

د بدلون ارزښت هر څوک ارزښت مني، هیڅوک هم تری انکار نه کوي،  د را وستلو لپاره یی شیبې شمارې، په ټول شوق یی راوستل غواړي، او را وستلای یی هم نه سي.

چوغلیګر چوغلې بده بولې، غل غلا بده ایسوې، ګناه یی بولې، او دغسې نور، خو چې کله یی د پریښودو وار راسي بیایی نه سې پریښودلای.

نصواري اوسګریټي دا مني چې دا دواړه عملونه مضر، له خطره ډک او روغتیا ته دستې ګواښ هم دي، خو هغه اړین بدلون په ځان کې نه سې راوستلای چې په واسطه یی له ګواښه وژغورل سي.

بدلون د انساني ژوند یوه اړینه اړتیا او د ارتقا یا پرمختګ په لور ګټور او اغیزمن خوځښت ده. او هر څوک چې دا کار وکړای سي هغه خامخا دا محسوسه وي چې دی د پرمختګ او ښیرازۍ د لارې یو بختور پردیس ده.

او څوک چې بدلون نه مني، یا یی نه سي منلای او د راوستلو لارې یی بند وي، نو مانا یی دا را وزي چې دی له ارتقا سره وران او تری منکر ده.

هلته ارتقایی کړنې په ټپه دریږي. ارتقایی ټوکیدنې یخ وهي، انسان بیا د شونتیا خبره تر خوله هم نه راباسې. او آن تردی چې دشونتیا کلمه هم ورته بی مانا شانته او پوچه مالومیږي.
اوس نو که بدلون ته په دغه باور وکتل سې، نو د بدلون مانا به ژوند او د جمود یانه بدلون مانا به مرګ سې.

په ښکاره خو هر انسان ژوند خوښوي، له مرګه کرکه کوي او تری ویریږي، خو د پرمختګ په دغه پردیسې کې د انسانانو یو لوی اکثریت ژوند نه خوښوي. کنه نو بیا ولی ددی اړین ارزښت یانې بدلون په وړاندي خنډونه را پیدا کوي.

او که په یو بل باور بدلون ته مخ ور واړول سې دا رنګه تری زده کیږي چې بدلون انسان له ماشیني حالته انساني حالت ته بیول غواړي داسې چې: په انسان کې د بدلون او نوښت واک سته او په ماشین کې نسته.

دا بیخي کیدای سې چې په کرکه دې د مینې جذبه برلاسې سي، دشروره ته دې خټې ور ولویږي، او د خیر دروازې دي ټولې پرانستلې سې، جهل دي تر خاورو خځلو لاندې اوعلم دي رابرسیره سې، اخستونکی یا د ذلت لاس دي د ورکونکي یا عزت په لاس بدل سې، د بدلې تنده دې د بښنې په مینه کې ماته کړي، دځان پالنې خیالونه دي نور د انسان پالني ور ور وټکوي.

او د انسان مخ دی د دنیا په ځای د الله لور ته ور واوړي.

له دی ټولو ستاینو سره بیا نو دا بدلون ته لاس رسی ولې دومره ستونزمن ده؟

ماته خو یی لامل دا ښکاریږي چې د بدلون حقیقي او له زړه غوښتنه د انسان په ذهن کې نه وي. په خوله وایی، غواړي یی، خوله کومه مرکزه چې دکړنو حکم ورکول کیږي هغه حکم نه ورکوي.

او یا دا چې په انسان کې د بدلون غوښتنه یواځې قال وي نه حال.

د حقیقي بدلون منل دی ته ویل کیږي چې انسان پخپل ځان کې کمی محسوس کړي. تر څو یی نیمګړتیاو ته ور پام سې، خو پام دی وي چې په ځان کې نیمګړتیا منل هم اسانه کار نه ده.
همدغه دلیل ده چې بدلون له نارواو شعارو سره پاته کیږي او د کړنو لور ته یو ګام هم مخ ته نه سوای ور پورته کولای.

مال، چاپیریال او چوکۍ هم انسان ته اجازه نه ورکوي چې د بدلون کوڅې ته ور وګوري.

ډیری بیا د جمود یا په ټپه ولاړ حالت په بیخونده خوند روږدی وي، د بدلون خوندیی نه وي لیدلی، ورته نابلده وي، په ګټو یی نه وي خبر، نوځکه زړه نه ورته ښه کوي.

بدلون اړین ده:

یو بدلون خو هغه دی چې یواځې د نارو، شعارونو او خلکو د غولولو لپاره کارول کیږي لکه د اوباما اوعبدالله عبدالله دغو بدلون.

او بل هغه بدلون دی چې د ژوند،  پرمختګ او فکر په لور خوځښتونه پیدا کوي، اوډې یی او په اوډلې بڼه کې یی د ژوند سیمې ته ور بولې او د ارتقا او بقا په خیالونو کې یی روزي او د پرمختګ په لارو یی سمه وي.

د بدلون ځانګړنه ده چې پخپله سینه کې دواړو واکونو او ځواکونو یانې ګټلو او ساتلو ته د وړ درناوې هیلې لري. او د ژوند په دی اوږده سفر کې یی یو د بل وزر او پوره کونکی مني.

وګړی، ولسونه او واکداران تیروزي او یواځې د ګټلو په واک او ځواک پوري لاسونه نیسي. او یواځې ګټل خپله موخه او آرمان ته رسیدل وګڼي او د بل وزر یانې ساتلو په فکر کې نه سې پاته. او یا دا چې د ګټلو واک او ځواک د ساتلو لپاره هم بس وبولي.

ډیری وګړي، ولسونه او په واک کې ډلې د دغسې مجرمانه غفلت په کولو سره خپل ټول په محنت ګټلی له لاسه ورکوي، د سرښندنو لوړ ارزښته متاع پخپلو لاسو سوځوي. او دوی د مړستونونو او کنډوالو په منځ کې سرسام، هک پک او ایسار پاته کیږي.

زما په آند پخپل ځان د دغه ډول ظلمونو دلورولو بله ژوندۍ بیلګه به له موږه پرته په ټوله نړۍ کې بل څوک بیخې نه وي.

په میدان کې دګټلو واک اودسرشندنو بی سارې اومسته جذبه په نړیوال دفترکې په نړیواله کچه منل سوې، دافغان په نامه ثبت، افغان مجاهد ولس پری نوموړی اوپه لړۍ کې یی دښکیلاک اویرغلګردمړستون ویاړهم ورته ډالۍ کړی ده. اوانساني تاریخ پخپلوپاڼوکې په پورته ستاینو بل دغسې ستایل سوی نه لري.

دی ننګیالي ولس تل خپلې ذمه واریوې په پوره میړانه اوسرلوړي سرته رسولې دي.

تاریخ ګواه ده چې دهریرغلګرپه وړاندې دوی دریدلې نه حکومتونه اویرغلګریی په دبیدواوزغلیدوله هیواده شړلی ده.

بیا واک مشران دي چې ددی غښتلي ولس وینې اوهډوکې نه سوای ساتلای،  تل یی د نه بسنې اونه وړتیا مظاهره کړې. او دا د ناز وړ ولس یی د ژوند له ټولو نعمتونو او هوسونو بی برخې کړی ده.

مجاهد ولس په دی نیژدی (۳۵) کلن تاریخ کې هم دسرښندنو یو بی بیلګې او نړی شمول یاد پری ښودچې امت یی پری ښاد اومعزز کړ. اودخپل تیرعظمت ژوندی تصوریی له کتابونو میدانونوته راویوست اوله حقیقي هیلوډکه بریالۍ اومسته جذ به یی پری ولوروله.

دی زړور ولس سورښکیلاک چې په خیالونوکې هم چانه سوای ماتولای، اوماته یی چا ماته نه سوای منلای. داسې مات کړ چې نوربیا جغرافې هم ونه مانه اوځواب یی ورکړ.

چټک اوسندان یی دواړه ورمات کړل. اوددی تاریخي ماتونې هرکلی بیا دټول انساني فکرشریک هرکلی سو. اوپه سندان پروت اووهلوته جوړانسان باندی بیا چاچټک پورته نه کړای سوای. انساني ذهن یی دکمونیزم له وهمي او پوچو تاړاکونو پاک کړ.

انسان آزاد اودخپلې تری ورکې سوې خټې یا فطرت په لټون لګیا سو.

دمارکس اولینین شیطاني تصورچې په کلوکلویی انسان خوړلی ؤ، نه چلیدونکی ثابت اوناسم یی اعلان کړ. اوانسان یی دانسانیت خپل دین ته راوباله.

نه ماتیدونکې سری لښکرې یی له خپلې ټولې عصري وسلې اوعصری ټیکنالوجي سره په خپلووینوسری کړی.

د کمونیزم اوله انسان خټې سره په ټکرکې واک مشران یی دغم په کمبله کینول.

پټه دی نه وی پاته اوس زموږدوکه سوي کمونستان هم زیارباسې چې ځانونه دچټک اوسندان له پرستشه لری وښئ.

غروریی ورمات کړ، نشې یی وروالوزولې،  هستي یی ورنیستي کړه، په    ما شین تکیه اوتوکل یی وربی توکله کړ. دباورکلاوي ورونړولی، دیوځای اوسیدوشونتیا یی بیخې ور واخست.
اودټوټه کیدوله چړوسره دویشلوډګرته راووتل.

افسوس چې زموږ بی کفایتو، ناوړو، ځان پالو، بل پالو، عیش پرستو او خدای ناترسو واک مشرانو بیا ددی مجاهد ولس ټولې په وینو سری، کنډوالو او ستونزمنو هجرتونو په بدل کې ډیرې او بی مخینې لاس ته راوړنې له وښکو او آهونو سره یو ځای په ټوله بی پروایی او بی ننګې تر خپلو ککړو پښو لاندي کړی.

یایی د ځان او اولادونو ترمستي، خرمستي، خندی، پرخوری او شهوت پرستي جار کړی. او دلته او د باندي هر ځای چې یی زړه وغوښتل دبلند منزلو هوس یی پری پوره کړ.

یایی د خپل منځی سلا بلا او دښمن په توشه اختلافونو، وژونکواو تباه کونکو جګړو سره تناره ته ور واچولی. او د بل ښکیلاک او یرغلګر د شالید شومه سوی.

دوی په داسې مزو او چړچو کې واوسیدل او اوسې چې خپل باداران یی حیران کړل، خو اتل ولس ټپي، بی کوره، په کنډوالو کې، لوڅ، وږی، تږی، خالي لاس، ناروغ، بی دوا، بی ډاکتره، بی کاره، بی تعلیمه او د جهل په تیارو کې بی اسری پاته سو او لا پاته ده.

دهیڅ یتیم نه چا وښکې ورپاکې کړی اونه یی پټکی ور په سر کړ.

دهیڅ کونډې تسلې ته چا د رحم اوعاطفې لاس ورونه غزاؤ، اونه چا ټکری ور په سر کړ.

نه یی ور وو او نه یی دیوال، خو نه چا دیوال ور جوړ کړ، او نه یی ور ورته راوړ.

د مسجدو کونجونه له لکڼو او پلاستیکي پښو ډک ؤ، خو چا د یو معیوب پښتنه هم ونه کړه.

د هر چا مزدوري ته یی اړ کړل، د هر کس او نا کس دروازه یی پری وټکولې، ټوله دنیا یی پری ډکه کړه، د هر ښار د کوڅو پلاستیکونه او کچرې یی پری ټولې کړی، د بنګیانو کارونه یی پری وکړل، هیڅ لوری او سیوری یی نه ؤ، نو ځکه یی سوال کولو ته هم اړایستل.

هرو طن ته ولاړل، هر چیرته واوسیدل، خو د محکوم، رټلي اوغله په څیر او لا اوسې.

اتل ولس له ټولو در بدریو سره په خپله خاوره کې د غلیم د سهلو حوصله نه لری. پری راوزی، دبه وې یی، زغلوي یی او شړي یی.  چې دغه ده ښکیلاک ماتونکی ولس نن بیا د بل نړی خور صلیبي ښکیلاک د ماتیدو په درشل کې ده. موږ او ټول انسانیت یو ځل بیا ددی مجاهد ولس د سرښندنو د پسرلي هوا تنفس کو. او د ګلشنونو لور ته یی د هوس ګامونه ور اخلو.

ښکیلاک دخپل ښکیلاکي ژوند آخرې اوستونزمنې شیبې ګالي.

او له محکومیته دنجات په تمه انسانیت ددی بل شیطاني ځواک د تباهۍ لندارې ته په ځان لاس وهي،  او د ټوټه کیدو په هوس یی هوسیږي.

او مسیحي صهیوني ښکیلاک له ټولو لویو دعوو اوغاښ چیچي سره نه سې کولای چې دخپلې رسوایی او پریشاني د نړیوالي نندارې مخه ونسې.

پتیال ولس بیا هم په حقه ؤ، ځکه یی لوی خدای اوښکې او وینې ور بی ګټې نه کړی.

دصلیبي لښکرو دغرور بسترې یی دذلت په کفنو او لکڼو ور بدلې کړی، ښه یی خپل آرمان پری وکیښ اوکرسمسونه یی وربی خونده کړل.

داسې یی واڼې ور وایستلې چې ایله یی بیا د تیښتې په پیچومو کې داسې سره ولیدل لکه نه چې یی سره لیدلي. ځکه چې هلته نه په وار، وار کیده اونه په تیښته وارکیده.

چاپه لاسي ګاډیو کې د تیښتې شیبې شمارلې، چا د لکڼو په مرسته ستمی ؤ ټیلې، ټمبې وې او د تیښتې هڅې یی ګړندی کولې، چا تر لاسو سره نیولي او د تیښتې په ستونزمنو شیبو کې یی د ستومانې او پریشانې خولې سره پاکولې، چاپه ګوتو شمار کاؤ په نفسیاتې ناروغې اخته ؤ نه په وتلو پوهیدو او نه په پاته کیدلو.

په نړیواله کچه بدماش له لعنت او توکې سره مخامخ ده، دبدماشي اغوستي مخ یی ورڅیرې کړ. او پخپله اصلي، خوسپیره. دبیدلې، وار خطا او محکومه څیره کې یی د مجرم او یرغلګر په څیره کې انسانیت ته ورښکاره کړ.

تل په ډګر کې مجاهد ولس نړیوال عقل هم وښوراؤ، را ویښ یی کړ او هغه حقیقت یی پری ومانو چې دوی یی ګومان هم نه سوای کولای.

نړیوال ضمیر د خپلو اوږدو تیروتنو اونا سمو حسابو لړلیک خپلې مخې ته ویړ ولید. اوله نوی سره د څیړنو او غور د خیالو په سیمه کې پاته سوو.

دا پیښه د دودیزو پیښو په حساب کې پیښه نه ده، دا د مدینې په یاد کې پیښو ته ورته پیښه ده، دا په باطل د حق دغلبې پیښه ده، دغه پیښه دهیوادونو په پولو کې را ایساره او کلابنده پیښه هم نه ده، دا په ستونو کې د حق د خپه سوي آواز د بیرته را وتو پیښه ده، د حق آواز اوریدل د انسانیت حق ؤ، او ور وایی وراؤ، ټولې دروغجنې قبلې یی ولړزولې.

دغې پیښې هغه لورې ته دانسانیت مخ ورواړاؤ چې هلته دخطیب وس نه وررسیده.

دخطیب اومنبر دواړو رول یی ادا کړ.

او د خطابې دغه دریځ دنړۍ هرې څنډې ته ورسید.

انساني فکر یی هیله من وهڅاؤ او د طاغوت له منګولو د نجات، آزادي، غیرت او حسن تدبیر څرک یی په لاس ورکړ.

زما په آند که له دغه لوی الهي انعام سره بی وفایی ونسې، وپالل سې او د خپل ځانګړي ارزښت دعظمت له تصوره سره مخې ته کیښودل سې. خامخا به په نړیواله کچه د اذهانو د تنویر او اوښتون لپاره پیلامه او او سریزه ثابته سې.  او د صلیبي او بل هر جهالت د اوسیدو شونتیا به د ځمکې په مخ له ګواښونوسره مخامخ کړي.

د امت د سترګو تور افغان ولس د خپلو ایماني او ملي موخو لومړی اوستونزمن دګټلو پړاو چې ددی ننګ پال هیواد په ټول تاریخ کې ددوی دتورې په څوکه کې ؤپه ډیره میړانه، ډیره هوښیاري، صبراوسړه سینه دخدای په فضل سره لاس ته راوړ.

اتل ولس دخپل راتلونکې مشرتابه لاس ورکی کاږي، ډاډ ورکوي او د خپلو قیمتي لاس ته راوړنو دپه ځای کارولو او ساتلو ذمه واري ورسپاري.

هیله ده چې راتلونکې واک مشران به دمجاهد ولس ټولې هراړخیزې، وږدی ستړې اوپه وینوسرې لاس ته راوړنې دیوامانت په ډول په یادکې وساتي، د واک په سیمه کې به دخپل ښه ولس ژباړن ثابت سي. اودولس اخلاص ته په کتوسره به ټول واکونه یاصلاحیتونه، وړتیاوې اوشته دولس دچوپړلپاره ځانګړی کړي. اوخپل ستړي ولس ته به دسا جوړوني، ډاډ، امن اوښه ژوند ټولې اسانتیاوې رامنځ ته کړي. اودسعادت دغه په شهیدوغیږوکې راوړی ویاړاودآزادي ناوې به د مورخوږزړه ته درمل اودتیرژوند ټول بد ایسیدل اوبرګ کاته به پری هیرکړي.

انشاءالله دسرلوړي اونیکبختي دارا الوزول سوې څپه به له دې ایسته دګران هیواد په پولوکې تل پاته څپه وي. اودساتنې لپاره به یی مشرتوب دامت اوولس له فکرې هستیوګټه اخلي.

داهیواد په ټولوهستیو پوره هیواد ده.  که زرخیزده، سړی خیز هم ده.

ددی هیواد په تاریخ کې دسړی توبونو یا شخصیتونو ډیر اوږد لړلیک پروت ده، دنیا پری اوباده وه، ویاړیی پری کاؤ او اوس هم، خو ویی ایستل، ړانده یی کړل، بی اهمیته یی کړل اودؤ دیوالو ته یی کینول.

دومره دناز او ویاړ وړ هستي چې دلته تیرې سوې بل ځای نه دي تیرې سوي، خوافسوس چې واک مشرانو تری ګټه وانه اخستلای سوای.

دا د هغوی دبچیانو هیواد ده. دادهغوی له اغیزه نه ده خالي.

دلته اوس هم هغ سې له احساس اومغزوډک سرونه بیخې ډیردي، خوچې وکارول سې.

بی احساسه اوبی مغزوانسانان میدان نه سې ګټلای، نوڅوک چې میدان له ټولوستونزوسره ګټلای سې هغوی خامخا میزهم ګټلای اوپاللای سې.

داچې موږ تر اوسه په میدان ګټلې او په میزمو بایللې دي، لامل یی داهل کار کمی یانیستي نه بلکې لامل یی دمشرتابه نا اهلې، نه بسنه، نه وړتیا، بل پالنه اوغلام مزاجي ده.

یاد ډول واک مشرانو یا دولس دساتنې او پالنې له واکونو ګټه نه سوای اخستلای او یاچا اجازه نه ورکوله.

په دی کې هیڅ شک نشته چې موږته به ډیرتباه سوی افغانستان لاس ته راسې. ځکه چې غلیم دشاهین صفتوپه هیوادکې دخپلې پاته کیدا هیڅ شونتیا نه ویني. اونه داسې مزدور ور پیدا کیږي چې څه پری جوړه وي، نوخامخابه خپل ښکیلاکي خبیث مزاج اودودته ګوري اوچې په وس کې یی راتلای سې دغومره تباهي به راولي. اوفتیې به راویښه وي، خوکه دبیرته جوړیدو خپل او بریالی تصور چې دمبین دین په رڼا کې دبښلو، لورولو، سره منلو، زغملواو ورورکولودګلانوګیډی اوځلانده ټولګه ده مخې ته کیږدواودیوه نوي، کړاوویانې فعال، اتل، افغان، یوموټی اومسلمان ولس دسره راټولولوپه هڅوکې سو، مخ یی راواړؤ، په ځان یی راټول کړو، زړونه یی وګټو، ورته ویی ښیو، پری قانع یی کړوچې موږستاسې اوتاسې زموږیاست اوموږپه تاسوموږیو. چې داسې کول ډیراسانه اوشونې ده، نوبیا خوموږخپل انسان جوړکړی اوخپل ولس موله ځانه سره یوځای لرلی ده. چې دغه اصلي بیرته جوړونه ده.

او دا د داسې مشرتابه ځانګړنه ده چې ترجوش هوش ډیر کار وي.

او له اهل رایو سره دمشورې نومیالی بنسټ چې دولس دجوړیدو کیلې ده له پامه نه اچوي. چې بیا د دیوالونو، سړکونو او نورو ټولو جوړیدنو ستونزه،  ستونزه نه بلکې یوه ډیره اسانه خبره پاته کیږي.

ښکیلاک بیا په ځان ډاریږي، مخ پرته کوي اودشرجوړوني اوشراچونې مجال له لاسه ورکوي. تښتې چې چیرته دداسې یوموټي ولس له قهره سره چې دی یی لاښه پیژني مخامخ نه سې.

دا مشرتوب بیادولس له منځه راپورته سوی مشرتوب ده، هیڅوک یی زورنه لري. اوبی شکه دغه مشرتوب بیادولس ترجمان هم ده.

په هیواد کې دننه دولس له خواخوږي اودرناوي سره مخامخ وي اوله هیواده بهردنړیوالوله هرکلي سره.

زموږ باور دی چې نور به په دی پتیال ولس تپلې ستړې پای ته رسیږي.

او د اسلامي نظام په لارښوونو کې به له ټولو محلي او عصري اسانتیاؤ او شونتیاؤ په ګټه اخستو سره د یوه ودان او پر مختللي ګران افغانستان په لور خوځیږو.

(رزین)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x