افغانستان

ننګرهار: امریکایانو د عامو خلکو په کورونو چاپې ترسره کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): له ننګرهار ولایت څخه ترلاسه شوي خبرونه وايي چې امریکایانو د افغان ځواکونو په ملتیا د دې ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د عامو خلکو په کورونو چاپې وهلي او قیمتي توکي يې چور کړي دي.

که څه هم افغان چارواکي په دغو عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو په شتون غلي دي او یوازې د افغان ځواکونو نوم اخلي، خو ځايي خلک وايي چې په دغو عملیاتو کې امریکايي عسکرو عملا ونډه درلوده او افغان ځواکونو یې همکاري کوله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې له پرون راهیسې امریکايي او افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ په زمرخیلو، مورګۍ، لنډه خیلو، لټۍ کلا او شورلا کلا سیمو کې د عامو خلکو په کورونو چاپې ترسره کړي او له کورونو پیسې، قیمتي لوښي او زیورات له ځان سره وړي دي. نوموړی زیاتوي چې امریکایانو ۵۷ تنه له ځان سره یووړل چې ۲ تنه یې ترې شهیدان او پاتې ۵۵ بیرته پریښودل.

ښاغلی مجاهد وايي له دې پیښه وروسته سیمې ته د دوی کسان ورسیدل او په امریکايي عسکرو یې بریدونه پیل کړل چې په نتیجه کې یې د امریکایانو یوټانک منفجر او ۴ عسکر ووژل.

که څه هم د ننګرهار رسنیز دفتر د چارواکو له قوله په دې عملیاتو کې د ۱۱ تنو وسله والو د وژنې، ۱۳ نورو د ژوندي نیونې او ۱۷ تنو د ټپي کیدو مدعي دی، خو د طالبانو ویاند وايي چې «په دغه پيښه کې مجاهدينو ته هيڅ ډول زیان نه ده رسیدلي».

ښاغلی مجاهد وايي:
«دغه وحشت په داسې حال کې ترسره شو چې امریکايان خپلو خلکوته پلمه کوي چې نور په افغانستان کې دوي په جګړه نه دي اخته بلکې د روزنې پروګرام پرمخ وړي».

د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته داسې ویل کیدل چې د ۲۰۱۵ کال له پیله به په افغانستان کې امریکایي ځواکونه نظامي فعالیت نه کوي بلکې د افغان ځواکونو د روزنې پروسه به پرمخ وړي، خو د روان میلادي کال له پیل وروسته امریکایانو لا هم د پوځي عملیاتو لړۍ جاري ساتلې ده.

په پوځي عملیاتو کې د امریکایانو برخه اخیستل هغه ګومانونه یقین ته نږدې کوي چې امریکایان پخپله هم په هغې فرضیې قناعت نه لري چې ګویا افغان ځواکونه په یوازې ځان د عملیاتو وړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x