افغانستان

په هرات کی دوه شکمن برطانوي طالبان نیول شوی دي

bretish_troops_in_helmand(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۱) دبرطانیی حکومت خبرورکړی دي چي برطانوي ځواکونو دافغانستان په لویدیځ هرات ښارکي دوه برطانوي تابعیت لرونکي طالبان نیولی دی.

دبرطانیی دبهرنیو چارو وزارت خبرنشرکړی دي، چي دوه برطانوي وسلوال طالبان دافغانستان په لویدیځ هرات ښارکی نیول شوی دي، اوپه دي اړه په کابل کی دبرطانیی دسفارت چارواکي په جریان کی دي.

په افغانستان کی ددوو تنو برطانویانو دنیولو خبرپه داسي وخت کی ورکول کیږی چی تیره ورځ دبرطانیي ځواکونو دهلمند ولایت لښکرښارکي دهلمند ولایت دامینت چاري وافغاني ځواکونو ته وسپارلي.

هلمند په افغانستان کي هغه ولایت دي چي اکثره وخت دطالبانو له لوري دبریدونو اوچاودنو شاهد وی.

په تیرو ورځو کي نړیوالو ځواکونو دافغانستان په شمال اوختیځ کی دلغمان اوبامیانو ولایتونو دامنیت چاري هم افغاني ځواکونوته وسپارلي.

اونن ورځ په داسي حال کی چي دهرات ښارامنیتي چاري افغاني ځواکونوته سپارل کیږي په عین وخت کی په هرات کي دوه شکمن برطانوي طالبان نیول کیږي.

په افغانستان کی دامنیتي چارو څیړونکي وایی دافغانستان په سویل لویدیځ کي له ایران اوپاکستان سره پرپوله باندی پروت ولایت هلمند کي چي دافغانستان له ډیرو ناکراره ولایتونو څخه یو ولایت دي، دافغاني ځواکونو له لوري هلته امن او استقرار راوستل به دافغاني حکومت لپاره یولوی امتحان وي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x