افغانستان

طالبان: د دښمن هکرانو د یوه منظم پروګرام له مخي زمونږ پاڼه هک کړه

ددښمن دوروستي شرمیدلي اقدام په اړه داسلامي امارت دفرهنګي چارو دکمیسیون اعلامیه

نن سهار وختي زمونږ ددین او خاورې  ډارن دښمن  چي په سرکې امریکا اوپه خاص ډول دهغوی جاسوسي اداره  (سی ای اې ) ده په یوه فریبکارانه  عمل سره هڅه وکړه ، دلنډې مودې لپاره زمونږ ګرانو وطنوالو ته  تشویش ورواچوي  ، او په دې توګه خپلو لړزانده زړونو ته دروغجن ډاډ او اطمینان ورکړي .

دتیرې شپې په وروستیو ساعتونو کې ددښمن شیطاني هکرانو دیوه منظم پروګرام له مخې داسلامي امارت رسمي ویب پاڼه alemara1.com هک کړه ، او داسلامي امارت دزعیم عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد ( حفظه الله ورعاه ) دوفات په اړه یې یوه دروغجنه اعلامیه چې په پښتو ، انګلیسي او عربي ژبو ترتیب شوې  وه پرې نشر کړه .

دغه راز دښمن داسلامي امارت  ددوو تنو رسمي ویاندویانو ښاغلي ذبیح الله مجاهد او قاري محمدیوسف احمدي له ایمیل ادرسونو( zabihullahmujahid@gmail.com )     (qya.ahmadi@yahoo.com) څخه هم ورته بي بنسټه اعلامیې یوشمیر کورنیو او بهرنیو رسنیو ته ولیږلې ، په دې سربیره داسلامي امارت دویاندویانو له ګرځنده تیلفوني شمیرو ( چې دافغانستان  دروشن او افغان بي سیم له کمپنیو سره تړاو لري ) څخه هم یوشمیر ژورنالیستانو او درسنیو استازوته یاده  اعلامیه لیږل شوې وه ، چې له بیلابیلو لارو دا فریبکارانه عمل دشپې ناوخته داسې مهال ترسره شوی وه ، چې دمعمول له مخې داسلامي امارت دویاندویانو ټیلفونونه بند وي ، چې په دې توګه دښمن هڅه کوله  په رسنیو کې یودروغجنه اوازه خپره کړي .

دافغانستان اسلامي امارت ترهرڅه وړاندې ددښمن له خوا خپره شوې بي بنسټه اوازه په کلکه ردوي ، او ټول مسلمان  امت او خپل ځوریدلي ملت ته ډاډ ورکوي ، چې عالیقدر امیر المؤمنین لله الحمد ژوندی دی او هیڅ مشکل ورته نه دی پیښ شوی .

دغلیم ددې بزدلانه عمل په اړه باید ووایو چې دښمن وړاندې هم داډول هڅې کړې دي ، او داسلامي امارت  ویب پاڼې ته یې په بیابیا مشکلات جوړ کړي او غلط مطالب یې پرې نشر کړي دي ، دښمن له تیرو څوکلونو راهیسي هڅه کوي ، داسلامي امارت دویب پاڼې دبندولو له لارې دافغان اولس دبرحق جهاد غږ خاموشه کړي ، خو دمتعال خدای شکر ادا کوو چې تراوسه  یې داډول ټولې هڅې ناکامي شوي ، او اسلامي امارت دویب پاڼې دبرخې مسئولينو ددښمن هڅې ډیر زر شنډې کړي دي .

داځل هم وروسته له دې چې ددښمن هکرانو ویب پاڼه په لاس کې واخیسته ، زموږ دویب سایت دبرخې تخنیکي مسؤلینو ډیر زر دویب پاڼې واک بیرته په لاس کې واخیست ، اود لنډې مودې لپاره یې دویب پاڼې خپرونې معطله کړې  چې ان شاءالله ډیرزر به بیرته پرلیکه شي .

باید ووایو چې په تخنیکي نړۍ کې دا ډول ناوړه استفادې  او جعل کارۍ کوم غیر معمولي عمل نه بلل کیږي ، له دې وړاندې دامریکا دجمهور رئیس د ټویټر داکاونټ په شمول په مختلفو نړیوالو ویب پاڼو کې  غلچکي مداخلې شوې دي ، اوښایي بیا هم ترسره شي ، خو دمعمول خلاف داده چې داځل دعمل دیوه معلوم لوري له خوا په حکومتي کچه ترسره کیږي  ، چې دا بې له شکه یوشرموونکی او غیرعادي حرکت بللی شو .

زمونږ ډارنو دښمنانو، چې ځان دبیان دازادۍ او بشري حقوقو سرلاري بولي ، په دې عمل سره وښوده چې دوی دخپلو شیطاني اهدافو لپاره په هیڅ نړیوالو اصولو او اساساتو باور نه لري او نه ورته احترام کوي ، دوی  دخپلوسیاسي او تبلیغاتي موخو لپاره دنړیوالو انټرنیټي شرکتونو او تیلفوني شبکو حریم ماتوي ، او ناوړه استفاده ترې کوي ، موږ دwww.google.com  او www.yahoo.com  انټرنیټي کمپنیو په شمول  دافغان بیسیم او روشن افغاني تیلفوني کمپنیو نه هم غوښتنه لرو چې ددښمن ددې بې ځایه مداخلې او شیطاني عمل په وړاندې بې تفاوته پاته نه شي ، دوی باید داعتراض غږ اوچت کړي ، چې ولي یې په حریم تیری کیږي ، اوله خدماتو څخه یي بده استفاده کیږي .

دغه راز هغه ژورنالیستان او رسنۍ چې ددښمن په دې دروغجنه اعلامیه باندې تیرایستل شوي دي ، باید دامسئله جدي ونیسي ، ځکه دا واقعا ددوی له فن سره لوبي کول دي ، دښمن په دې فریبکارانه  عمل  سره دنړۍ او هیواد په سطحه  دګڼو ژورنالیستانو او خبري ادارو اعتبار ته سخت زیان اړولی ، چې دغه ادارې یې  باید په اړه عکس العمل وښیي .

په پای کې باید ووایو چې ددښمن دې ناځوانمردانه عمل څرګنده کړه ، چې دوی په افغانستان کې ترکومه حده له ناکامۍ او بیوسۍ سره مخامخ دي ، موږ په زغرده وایو چې غربي اشغالګر همدا اوس په افغانستان کې له څرګند شکست سره مخامخ دي ، او اوس یوازې همدا ډول عملیات ورپاته دي ، چې خپل له جګړې ستړي عسکر او بې وسه اجیرانوته پري روحیه ور کړي .

دافغانستان داسلامي امارت دفرهنګي چاروکمیسیون

۱۴۳۲/۰۸/۱۹ هـــق

۲۰۱۱/۰۷/۲۰  م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x