ورزش

افغانستان له یو تاریخي بریا وروسته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او ایرلینډ ملي لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې ایرلینډ د افغانستان ملي لوبډلې ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه د ایرلینډ لوبډل مشر وګټله او افغان لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. افغانستان خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

که څه هم نن ټول افغان توپ وهونکي ښه لوبه ونکړه خو د جاوید احمدي ۸۱ منډې دغه هدف په ټاکلو کې ډیره زیاته مرسته وکړه. نجیب الله ځدران هم دغه لوبه کې ۴۵ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لپاره ډوکرېل ۴ ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونکی ثابت شو.

ایرلینډ ټاکل شوی هدف خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو ورسته پوره کړه. دغه لوبه کې د ایرلینډ لپاره جوایس ۵۱، او اوبراین ۳۰ منډې جوړې کړې په داسې حال کې چې بالبریني ۳۱ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

جاوید احمدي دغه لوبه کې د توپ اچونې په برخه کې هم غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي یي له مخې لرې کړ. دغه لوبه کې محمد نبي ۲ او حمید حسن یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x