افغانستانخبرونه

ابراهیمي: کابینه پر دوشنبې اعلانېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت له رامنځ ته کېدو دا دی ۱۱۰ ورځې تېرېږي او کابینه لا هم د «ډېر ژر» ژمنې کې پټه ده. هره ورځ اشرف غني او عبدالله عبدالله د «ډېر ژر» ژمنې تکراروي. «ډېر ژر» له هغې راهیسې د معلومو او دقیقو ژمنو ځای ونیو چې د ګډ حکومت مشرانو څو څو ځلې ټینګې ژمنې وکړې او له عهدې يې بریالي راونه وتل.

غنی لاهم د «حوصلې» غوښتنه کوي: «کابینه درته اعلانېږي، ستاسو صبر نتیجه ورکړې، ان شاءالله هر څه به درته جوړ شي». غني د کابینې د اعلان دا ژمنه نن د مشرانو جرګې نوو غړو ته د لوړې ورکولو پر مهال وکړه.

دا ځل د ګډ حکومت د مشرانو پرځای د ولسي جرګې مشر، عبدالرووف ابراهیمي د کابینې د اعلان کره نېټه په ګوته کوي، چا چې ګډ حکومت د امریکا د سفارت «تولید» بللی او یو «غیرقانوني» حکومت یې ګڼلی و. داسې برېښي چې ښاغلي ابراهیمي ته هم د حکومت کوم شریک ژمنه ورکړې ده.

ابراهیمي دا ځل په هیله منۍ د ولسمشر له خولې وايي: «نن یا سبا زموږ کار ختمېږي او تاسو ته کابینه اعلانوو». ابراهیمي ونه ویل چې د حکومت شریک، اجراییه رييس به له دې ژمنې سره هوکړه لري که نه.

له بلخ څخه د ولسي جرګې غړی، عباس ابرهیمي بیا د کابینې اعلان اوس دلچسپه خبر نه ګڼي: «کابینې اوس خپله هغه دلچسپي له لاسه ورکړې ده. ولس اوس د دوی په هېڅ ژمنې باور نه کوي».

ویل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت پر سر د ګډ حکومت د ولسمشر او اجراییه مشر ترمنځ ناندرۍ لا څرګندې پایلې ته نه دي رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x