افغانستان

د لښکرګاه امنیتي چاري هم افغاني ځواکونو ته وسپارل شوې

gulab_mangal1نن ټکی آسیا: د لښکرګاه د امنیت چاري هم افغاني ځواکونو ته رسما وسپارل شوې.

د امنیت سپارني دغه مراسم د یو غونډي په ترڅ کي تر سره شول، چي په کښي د افغانستان وزیر دفاع عبد الرحیم وردګ، د امنیت د سپارلو د کمیسون رئیس اشرف غني احمد زي، د ایساف نوی ټاکل شوی عمومي قومندان جون آلن، په جنوب لویدیځ کي د ایساف عمومي قومندان جان تولون،

د هلمند والي، او یوشمېر نورو امنتي او دولتي مسئولینو په کښي ګډون کړی وو.

دغه غونډي ته ګډونوالو په خبرو کي د امنیت سپارلو دغه روانه پروسه یو مثبت قدم وباله، او زیاته يې کړه چي دغه پروسه په خورا ښه توګه سره روانه ده.

د یادوني وړ ده چي ددې تر مخه د بامیان ولایت، او د لغمان ولایت د مرکز مهترلام امنیتي چاري افغاني ځواکونو ته سپارلي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x