نظــر

د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د پاکستان او انجینر عارف په سر لفظي شخړه

ليکوال : نور رښتياپال

ډاکټر اشرف غني تيرې سل ورځې له ډاکټر عبدالله او خپلو دوو معاونينو (جنرال دوستم او سرور دانش) او له خپلو مهمو ملاتړو لکه احمد ضياء مسعود او نورو سره ، د کابينې په سر په اختلاف او سختو جنجالونو تېرې کړې. او له مکررو ژمنو سره سره ونه توانېد چې خپله کابينه جوړه او اعلان کړي ، نه له عبدالله سره جوړيږي او نه له خپلو معاونينواو خپلو ملاتړو سره ، ځکه له ده څخه ډاکټر عبدالله او خپل ټيم ،د څلويښتو وزارتونو غوښتنې لري او د حکومت په تشکيل کې ټول پنځه ويشت وزارتونه دي.
دی داسې وزيران غواړي چې لويديځ او د سيمې هيوادونو ته د منلو وړ وي خو عبدالله او معاونين او ملاتړي يې زياتره هغه کسان وزارتونو ته وړاندې کوي چې امريکا او د امريکا ملګرو او په سيمه کې ځينو هيوادونو ته د منلو وړ نه دي .
د يوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخې د کابينې پر سر تازه سخته شخړه د داخله وزارت په سر رامنځته شوې ده . کله چې اشرف غني ومنله چې داخله وزارت ته دې عبدالله  وزير معرفي کړي نو جنرال دوستم ورسره مخالفت وکړ او ورته ويې ويل چې داخله وزارت بايد ماته راکړئ ، ځکه تاته پنځوس فيصده رايه زما پلويانو درکړې .  او له بل پلوه ډاکټر عبدالله په پيل کې فضل احمد معنوي داخله وزارت ته معرفي کړ  او اشرف غني (چې فضل احمد معنوي د حنيف اتمر له لارې پټې اړيکې ورسره لرلې او د حنيف اتمر شخصي دوست هم وو او بهرنيانو يې هم په اړه حساسيت نه درلود ) د فضل احمدمعنوي نوماندي قبوله کړه ، خو کله چې عبدالله (له معنوي سره د شوری نظار د مهمو مشرانو له مخالفت وروسته) د ده له نومولو لاس په سر شو  او پر ځای يې اشرف غني ته د داخله وزارت لپاره انجنر عارف سروري معرفي کړ ، اشرف غني د نوموړي د نوماندۍ له منلو انکار وکړ. او د کابيني پر سر په يوه مجلس کې يې په تونده لهجه ورته وويل چې انجنر عارف يوه بدنامه څيره ده او پاکستان هم حساسيت ورسره لري نو دی بايد داخله وزير نه شي ، ځکه که مونږ دا بدنامه څيره د وزير په توګه وټاکو نه يې بهرنيان مني اونه يې پاکستان ، او پاکستان به سخت را وپاريږي.  او له پاکستان سره زمونږ د اړيکو د ښه کولو ټول کوښښونه په اوبو لاهو شي .
سرچينه زياتوي چې د انجنر عارف په هکله د اشرف غني دې توندو څرګندونو ته ډاکټر عبدالله توند غبرګون وښود، او ورته ويې ويل چې د انجنر عارف په هکله ستا نظر ناسم ده ، انجنر عارف د روسانو په ضد جهاد کړی ، خپله خاوره يې ازاده کړې تا په امريکا کې د راحت ورځې او شپې تيرولې .
انجنر عارف د طالبانو په ضد مقاومت کې برخه اخستې او ته هغه وخت چيرته وې ؟، او نن څنګه ته ښه شخصيت شوې او انجنر عارف يوه بدنامه څيره ؟.
سرچينه زياتوي د کابينې پر سر په دې غونډه کې له دې خبرو څخه علاوه نورې هم ډيرې توندې او پېغوري خبرې تبادله شوې او د دواړو ډاکټرانو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه .
د يادونې وړ ده چې انجنر عارف کله چې د کرزي د حکومت په اوايلو کې د ملي امنيت عمومي رئيس وو ، د هندوستان د استخباراتو د سازمان (را) په مرسته يې د پاکستان په بلوچستان کې له بيلتون غوښتونکو بلوڅانو سره مالي ، نظامي او استخباراتي مرستې کولې او د بلوڅانو بيلتون غوښتونکی تحريک يې په پښو ودراوو . له همدې امله له انجنر عارف سره د پاکستان هيواد سخت حساسيت لري . او اشرف غني (چې فکر کوي له پاکستان سره ښې اړيکې به يې د طالبانو په پوځي خوځښتونو بده اغېزه وکړي) نه غواړي د انجنر عارف په څير يو پاکستان دښمنه شخص د داخله مهم وزارت وزير شي .
د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ ذکرشوې لفظي شخړه په داسې مهال رامنځته کيږي چې د دواړو د پلويانو ترمنځ بې باوري له سرې کرښې اوښتې او په يو بل باندې د طالبانو سرتيرو بريدونو ته د  زمينې برابرولو تورونه پورې کوي . او د يوې کره سرچينې د معلوماتو له مخې اوس حنيف اتمر ، شکرې بارکزۍ ، شينکۍ کړوخيل او معصوم ستانکزي له شوری نظار ، په ځانګړې توګه د بلخ له والي عطامحمد نور څخه امريکايانو ته شکايت کړی او ورته ويلي يې دي چې عطا او د شوری نظار ځانګړي استخبارات زمونږ د مرګ په تلاش کې دي ، او په مونږ باندې بريدونه دوی ترسره کړي دي او دوی له وسلوالو مخالفينو سره رابطه لري ، خو امريکايانو ترې د اسنادو او شواهدو غوښتنه کړې او ورته ويلي يې دي چې خپل ټول امکانات په کار واچوئ او په دې اړه د مستند سازي کوښښ وکړئ .
او امريکايانو رحمت الله نبيل او د (۱۲۴) رياست رئيس ماهر يعقوبي ته هم دنده سپارلې چې د اشرف غني د دغو مهمو پلويانو د امنيت د ساتنې په موخه ځانګړي اقدامات وکړي او هم  له خپلو اوپراتيفي امکاناتو څخه  په استفادې د شوری نظار د ځانګړو استخباراتو او عطامحمد نور فعاليتونه وڅاري او د دوی په اړه د موجودو تورونو په هکله پلټنه وکړي او شواهد پيداکړي .
دسياسي او امنيتي چارو دشنونکو له آنده د دواړو ټيمونو په منځ کې موجودې بې باوري ته په کتو که کابينه جوړه هم شي بيا به هم حکومت ډير کمزوری او ډير دوام به ونه کړي ، او نه به په دې وتوانيږي چې له خلکو سره خپلې کړې ژمنې ترسره کړي . او که د دواړو ټيمونو په مهمو غړو ، نور مرموز بريدونه ترسره شي نو ډير امکان شته چې موجود اختلاف او بې باوري له کنټروله ووځي او ديوه لوی اور د بليدو سبب وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی حکومت ، هماغه د ملا نصرالدین کور ( چه دری دیوالونه یی نه وو یو دیوال کی یی لویه درواوه او لوی قلف ورته پروت وو چه کورته غله ور نشی ) دی دا اوس لا د چرګانو په شان سره رابرګ شوی او بڼکی یی خوری کړی ، دوی چه کابینه جوړه هم کړی یوه میاشت حکومت نه شی کولی د دوی د لیری کولو د پاره طالبانو ته هم اړه نشته او که نه طالبان یی هم چاره کوی او امریکا یی هم نه غواړی ځکه یی داحالت رامنځته کړی چه یو ارګ کی دی دوه جمهور… نور لوستل »

وصیف الله

دی حکومت ته خو نور ولا که پوهیږو الله د جوړ کړی

جان محمد

په دی کی خو هیڅ شک نشته چه د نن ټکی اسیا ورځ پاڼه د پاکستان د لاسپوڅو له خوا اداره کیږی

سمیع همدرد

کابینه خو اعلان شوه او دغه دروغ اخخخخ

د ### ا و ورته منافقینو منافقت لکه سی بی ځایه ولاړ همیشه د کولمی پری او شونډی وچی

او د بل مزدور او د بل له غلامی داسی کسان خلاص نشی

مرګ پر غلامانو

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x