«امنیتي» تړون بیا نقض شو! / سرلیکنه

له یوه کال راهیسې مو اورېدلي چې امریکایان به د ۲۰۱۴م له ډسمبر وروسته په عملي جګړه کې برخه نه اخلي. د امریکایانو دغه نه برخه اخیستل ځینو ته له قیامت صغری کمه نه وه. شپه او ورځ تبلیغات د دې لپاره پیل شول چې که امریکایان په بشپړ ډول وځي؛ نو افغانستان به سقوط وکړي او د یوې لسیزې «لاسته راوړنې» به له لاسه ووځي!

تبلیغاتو دې ته زمینه مساعده کړه چې له امریکایانو سره دې یو نابرابر، مبهم او زیانمنوونکی تړون لاسلیکولو ته افغان حکومت غاړه کښېږدي. داسې تړون چې د امریکایانو اوږمهال انډیوال ولسمشر کرزي يې له لاسلیکه نټه وکړه. اشرف غني بیا د ګډ حکومت د تشکیل پر دویمه ورځ د تړون د لاسلیک لپاره حنیف اتمر وټاکه چې دا «پرتمین» او تاریخي سند دی لاسلیک کړي. عجیبه دا وه چې د دې تړون له لاسلیک سره جوخت پر هېواد او په تېره پر پلازمېنې کابل د مسلسو بریدونو داسې لړۍ پیل شوه چې د امریکايي ښکېلاک پر ضد دیارلس کلن اشغال کې یې بېلګه نه درلوده. نژدې هره ورځ امنیتي ځواکونه په نښه کېدل. چا دا پوښتنه راپورته نه کړه چې زموږ تړوني «دوستان» ولې په دې ناورین کې غلي دي!

باوري سرچینو دا هم تایید کړه چې غني په واک کې د پنځوس فیصده شراکت په بدل کې د امنیتي سند د ژر تر ژره لاسلیکېدا سینه ډبولې وه. اشرف غني خپلو امریکایي دوستانو سره دا تړون په بشپړې «امانتدارۍ» سره لاسلیک کړ. د تړون د لاسلیک پر مهال غني په نیولې ستونې هڅه کوله چې ولس ته ډاډ ورکړي چې داسې ډېر بد کار نه دی شوی. د افغان ولس د خرڅېدا پټولو لپاره یې ویل چې ملي حاکمیت زموږ شو. دا نو د اشرف غني کوشش و؛ خو ولس چې کافي سیاسي پوهاوی لري چېرته پر دې خوار استدلال قانع کېدای شوای.

یوه خبره چې د تړون شوقیانو ډېره یادوله هغه دا وه چې د تړون له لاسلیک وروسته به امریکایان د افغانانو پر کورونو نه اوړي؛ مګر د تړون له لاسلیک سره سم، نیو یارک ټایمز د غني په تړاو د جنرال کامپبل د خوښۍ مرکه خپره کړه چې هغه ناځوانه «دوست» دا هم پټه نه کړه چې غني ورته د شپنیو عملیاتو د بیاپیلېدا اجازه (؟) هم ورکړې ده. غربي مېډیا د غني پر کاوکه حکومت هېڅ رحم ونه کړ او دا یې هم رسوا کړه چې اوباما داسې یو محرم سند لاسلیک کړی چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې تر ۲۰۱۶ پورې هوايي بریدونه کوي. دا ټول هغه څه دي چې دلته په افغانستان کې د تړون د بې دریغه پلویانو خبرې يې په اوبو لاهو کړې. تر ټولو بده یې لا دا چې د تړون له لاسلیک وروسته امریکایانو په لوګر او سیاګرد کې زموږ ملکي وګړي راشهیدان کړل.

غني يې ایله د «ریپوټ غوښتلو» بزرګواري (؟) وکړه!

اوس تازه راپورونو له ننګرهاره ښيي چې امریکایانو پچیرآګام ولسوالۍ کې پر ولسي کورونو چاپي وهلي او حتا قیمتي توکي يې هم ترې وړي دي. لا هم افغان ځواکونه هڅه کوي چې د امریکایانو له شتونه انکار وکړي او د «پخې ملګرتیا» په پار دا جنایت په خپله غاړه واخلي!

د ننګرهار د ولایت مقام بیا د دې پر ځای چې د ولس له ځورېدلو سره غمشریکي وکړي، راپور ورکوي چې په دې عملیاتو کې ۱۱تنه وسله‌وال (؟) ووژل شول.

دا نو درېیم ځل شو چې امنیتي تړون بې له دې چې کوم موثریت ولري نقض کېږي. ګورو به چې د کاواکه ګډ حکومت مشر، اشرف غني بیا هم د «جدي» راپور غوښتنه کوی کنه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د