دیني، سیرت او تاریخ

د سلمان الفارسي او ابو الدرداء ورورګلوي

ليکوال: حامد افغان

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله مدیني منوري ته هجرت وکړ لومړی کار یې د نبوي جومات جوړول و او په دویمه مرحله کې د مسلمانانو تر منځ مؤاخاة او ورورګلوي وه، مشهوره خو د مهاجرینو او انصارو ترمنځ ورګلوي ده خو د سیرت کتابونو لیکلي چې پخپله د مهاجرینو په منځ کې هم ورورګلوي شوې وه، د مؤاخاة مهمې موخې او لوی اهداف په لاندې ډول دي:

1) مهاجرینو کورونه، خپلوان او وطن پرې ایښی وو په پردي وطن کې ميشت شول نو طبعاً غربت او پردی وطن سخت وي د دې سختي او غربت د جبیره کولو له پاره ښه لاره مؤاخاة او د مسلمانانو ترمنځ ورورګلوي وه.

2) الولاء والبراء یا د مسلمانانو خپل منځي ورورګلوي، مینه او دوستي پالل او له کفارو بیزاري د اسلام مهم اصل او د مسلمة امت د یووالي له پاره ګټوره لاره ده، په عملي توګه د دې اصل د رامنځته کولو او پلي کولو له پاره مؤاخاة او د مسلمانانو ترمنځ ورورګلوي عملي ګام و.

3) د صحابه کرامو ترمنځ مینه، د یوه بل مادي او
معنوي مرسته او تکافل.

4) د مهاجرینو د اقتصادي ستونزو حل په مؤاخاة سره په ښه توګه شونی شو.

5) د رسول الله صلى الله عليه وسلم د پیروانو تر منځ د اړیکو او تعلقاتو ټینګول.
د سلمان او ابودرداء کیسه

سلمان رضی الله عنه د ابودرداء رضی الله عنه پوښتنې ته ورغی، دی کور نه و د هغه میرمن ام الدرداء په کور وه، ډېري کمزوري جامې یې وي او په بد حالت وه، سلمان ورته وویل: څه حال مو ده؟ هغې ورته وویل: ستا ورور د دنیا هیڅ شي ته توجه نه کوي، او هییڅ شي ته اړتیا نه ویني، کله چې ابودرداء راغی سلمان ته یې هرکلی وويلې او ډوډۍ یې ورته کیښوده، سلمان ورته وویل: ډوډۍ به ګډه سره خورو ده ورته وویل: زما روژه ده، سلمان ورته وویل: په الله مې لوبتلی یې راسره خورې به یې او کنه زه یې نه خورم، او ابودرداء ډوډۍ ورسره وخوړله.

سلمان د ابودرداء کره شپه کړه، کله چې شپه شوه ابودرداء د عبادت له پاره پورته شو خو سلمان الفارسي رضی الله عنه منعه کړ او ورته ویې ویل: ویده شه، څه وخت وروسته هغه بیا پورته کیدی ده ورته وویل: ویده شه، څه وخت وروسته هغه بیا پورته کیدی ده ورته وویل: ویده شه، کله چې د شپې آخيري برخه شوه ورته ویې ویل: اوس پورته شه، دواړه پورته شول او لمنځونه یې وکړل، او ورته ویې ویل: ای ابودرداء ستا د رب په تا حق دی، د کوروالو په تا حق دی، د بدن دي په تا حق دی نو هر حقدار ته خپل حق ورکړه، وروسته دواړه لمانځه ته ووتل، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ وکړ ابودرداء رضی الله عنه ورولاړ شو او د سلمان د تیرې شپې کیسه یې ورته وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د سلمان خبره تائید کړه. صحيح البخاري.

ابن الجوزي روایت کوي چې أبو الدرداء له سلمان سره بنولیث قبیلې ته ورغی چې هلته کوژده ورته وکړي هغوی ته یې د سلمان صفتونه وکړل او دا چې له لومړیو مسلمانانو نه دی، او ورته ویې ویل چې که فلانی ده ته خپله لور ورکړي، هغوی ورته وویل چې سلمان ته یې نه ورکوو که ته یې غواړې تا ته یې درکوو، نو هغه ابودرداء ځان ته وکړه کله چې بهر راووت سلمان ته یې وویل: زه خو ستانه شرمیږم هم هغوی تا ته نه درکوله ماته یې وویل چې تاته یې درکوو او ما ځان ته وکړه، سلمان ورته وویل: مناسب دا ده چې زه باید وشرمیږم ځکه الله ستا په نصیب کې لیکلې وه او زه درسره راروان وم ما کوله.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x