نړۍ

کراچۍ کې د تېلو ټېلر او مسافر وړونکي بس ټکر ۶۰ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان سند ایالت کراچۍ ښار ته نږدې د مسافر وړونکي بس او د تيلو بار ټېلر تر منځ د ټکر له امله شپيته تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د سند ايالت د چارواکو په وينا مسافر وړونکی بس له کراچۍ د سند شکارپور ښار ته روان و، چې له کراچۍ ښاره بهر د تېلو بار يو ټېلر سره ټکر شو.
چارواکي وايي، چې بس کې له ۵۵ زيات مسافر سپاره وو او ټيلر سره له ټکر وروسته بس اور واخيست او د دواړو موترو د چلوونکو په ګډون ټول مسافر يې د پيټرولو په اور کې لولپه شول.

د کراچۍ جناح هسپتال ډاکټرانو رسنیو ته وويل، چې تر اوسه يې د شپيتو کسانو مړي راوړي دي او د پاتې ۷ ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دی؛ ځکه چې د بدنونو ډېره برخه یې سوې ده.

په بس کې د سړيو په ګډون ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم سپاره وو.

د سند ايالت چارواکي وايي، چې پېښه د ټيلر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې او د وژل شوو مسافرو پيژندل ناشوني دي؛ ځکه چې ټيلر له پيټرولو ډک و او د ټکر له امله يې اور کړی، چې ټول مسافر سوي دي.

د جناح روغتون ډاکټران وايي، چې د وژل شوو کسانو پيژندنه يوازې د «ډي ان اې» معاينې په مرسته ممکن ده.

د سند ايالت اعلی وزير سيد قايم علي شاه او نورو چارواکو د پېښې د عاجلې پلټنې امر کړی او اړوندو مسؤولينو ته يې ويلي، چې د پېښې د پلټنې راپور ايالتي حکومت ته وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx