شعـــــرونه

د غره سپېڅلي خلک – نظم

عبداللطيف نظيف

هلته د غره په سر کې خلک وو ساده ساده وو
خو د ماڼيو خاوندان ورنه په وېره کې وو
هغوی د عام ولس په زړونو کې کورونه جوړ وو
خو صليبيان او غلامان ورنه په وېره کې وو

هلته د غره په سر کې خلک وو ساده ساده وو
خو هوښياران وواو پوهان وو په خبر پوهېدل
د ګران وطن د ازادۍ د مينې جنګ يې کاوه
په فريبونو او چلو د يرغلګر پوهېدل

هلته د غره په سر کې خلک وو ساده ساده وو
خو پلانو يې پنټاګان او واشنګټن لړزاوه
چې به يې غږ پرې د تکبير او کلمې وکړلو
شوه په غليم به زلزله او به يې تن لړزاوه

هلته د غره په سر کې خلک وو ساده ساده وو
خو انسانيت او اسلاميت باندې ډېر ښه پوهېدل
ديموکراسۍ سره يې ورانه وه منله يې نه
خو د نبي په شريعت باندې ډېر ښه پوهېدل

هلته د غره په سر کې خلک وو ساده ساده وو
خو د ښارونو له رنګونو نه يې څنګ کړی و
چا چې به ګران افغانستان په يرغلګرو پلوره
هغو بدمرغه غلامانو سره يې جنګ کړی و

هلته د غره په سر کې خلک وو ساده ساده وو
ژوند يې په خاورو او په کاڼو او ګردو تېرېده
موږ به يې د ځان په اړه هيڅ تصور هم ونه کړو
هغه حالت او هغه وخت چې په هغو تېرېده

هلته د غره په سر کې خلک وو ساده ساده وو
سپوره ډوډۍ به يې لا څومره په مزه خوړله
پياز او سوکړک کله نهر اوکله نيمه خېټه
داسې به ډېرې ورځې وې چې به يې نه خوړله

هلته د غره په سر کې خلک وو ساده ساده وو
خو داسې نه چې به يې عقل او شعور نه درلود
هر څه به يې خاص د شريعت په ميزانه تلل او
دغسې نه چې يې قانون او هم منشور نه درلود

هلته د غره په سر کې خلک وو ساده ساده وو
خود ژوندون په حقيقت او معنا پوهېدل
دوست او دښمن يې پېژندلی و خطا نه و دوی
په مجاهد او په جاسوس او په هرچا پوهېدل

هلته د غره په سر کې خلک وو ساده ساده وو
نور به دې څه سر خوږومه وو سپيڅلي خلک
په دې دنيا کې به يې غم داخرت لرلو
الله منلي خدای ستايلي خدای بخښلي خلک

هلته د غره په سر کې خلک وو ساده خلک وو
خو شهادت ددوی له سترو ارمانو څخه و
د شريعت له پاره يې ستونزې په خپل ځان ګاللې
نظيفه دوی بس له سپېڅلو کاروانو څخه و

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x