fbpx

هندي دولتي دفترونه به د غوا په بولو وینځل کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): هندو مذهب کې غوا ته خاص ارزښت ورکول کیږي او لمانځل کیږي چې د همدې ارزښت نظر کې نیولو سره حکومت امر کړی چې له دې وروسته دولتي دفترونه د فینایل پر ځای د غوا په بولو دې وینځل کیږي.

دا حکم په داسې حال کې صادریږي چې د دغې هیواد ولسمشر مودي یو کلک مذهبي کس دی او څو وارې د هندوستان په مختلفو برخو کې د مسلمانانو په عامه وژنه تورن شوی.

د مقدس غوا (Holy Cow Foundation) خیریه موسسې مشر ویلي که چې یوه کمپنۍ په لومړۍ ځل د ځایونو وینځلو لپاره د غوا له بولو څخه استفاده وکړه خو ډیر زیات بد بوی يي درلود.

دغه کمپنۍ د بد بوی له منځه وړلو لپاره دغه مایع کې د صنوبر ګل اضافه کړی چې له دې سره د دغه کیمیاوي موادو بد بوی له منځه لاړ او و وینځلو لپاره یو ښه بوی لرونکی مایع لاسته راغی.

دغه لاسته راغلی مایع «ګاونایل» نومول شوی چې د مقدس غوا موسسې په وینا دغه کیمیاوي مواد په لابراتوار کې هم ازمویل شوی او ښه نتیجه يي وکړی.

یو هندوستاني وزیر او د حیواناتو حقوق پیژندونکی مانیکا ګاندي رسنیو ته وویل:« دا زمونږ لپاره ستره بریا ده ځکه چې د غوا بول انسانانو ته مضر نه دی او په دې توګه په هندو مذهب کې د غوا قدر او عزت به نور هم زیات شي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د