مرتد څوک او څه حکم يې دی؟ (۲)

عبدالغفار جُبیر

قتل څه شی دی؟

امام راغب اصفهانی وایی چې د قتل معنا وژل دی هغه که په ډبرو سره وي، هغه که په توره سره وی او یا نور…

بل ځای په قرآن عزیز کي راځي:

وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿٢١٧﴾ البقره ۲۱۷

ژباړه: او هغه څوک چې ستاسی (د ډلې) څخه له خپل دین (اسلام) نه واوړي او د کفر په حالت کې مړ شي نو د داسې خلکو (نیک) عملو نه به په دنیا او آخرت دواړو کې ضایع دي او دا خلک به په دوزخ کې تل تر تله پاتې کېږي.

په دنیا کې د مرتد دا عملونه له منځه ځي:

۱: خپله ښځه یې له نکاح څخه ووتله.
۲: د مسلمان (مورث) د میراث څخه محرومه کيدل.
۳: په اسلام کي چې ده څومره لمونځونه، روژې او نور عبادتونه کړي وي هغه یې ضایع شول.
۴: د ده جنازه به نه کيږي.
۵: د مسلمانانو په هدیره کښې به نه ښخېږي.

او په آخرت کي ئې تاوان دا دی چې د هیڅ ښه عمل چې ده په دنیا کې يې کړی وي د هغه بدله به نه وي، تل تر تله به په دوزخ کې وي.

د مرتد حالت د اصلي کافر څخه ډیر زیات خراب دی، دا ځکه چې اصلي کافر جزیه قبلولای شي او مرتد که مسلمان نه شو نو وژل کيږي به که نارینه و او که ښځه وه نو تل تر تله به بندي وي، دا ځکه چې دوی د اسلام سپکاوی کړیدی.
تفسیرمعارف القرآن: ۱ ټوک، مخ ۱۹۴
لیکوال : مفتی اعظم پاکستان مفتی محمد شفیع رحمة الله علیه
خپرونکي: تاج کتب خانه محله جنکي قصه خوانی پېښاور
نوربیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د