
نیوزیلینډ د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د نیوزیلینډ او سریلانکا تر منځ د ۷ یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه د نیوزلینډ په بریا پای ته ورسیده. دغه لوبه کې نیوزیلینډ د سریلانکا لوبډلې ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.
دغې لوبې پچه سریلانکايي لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. سریلانکا ټاکل شوي اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۸ منډې جوړې کړې.
د سریلانکا لپاره جیوردنې ۱۰۴ منډو جوړولو سره تر ټولو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
د نیوزیلینډ لپاره مککلینګان ۴ او میلنې ۲ ویکټې اخیستلو سره ښه توپ اچونه وکړه.
نیوزیلینډ ټاکل شوی هدف خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۴۳م اوور کې پوره او سیال لوبډلې ته يي ماتې ورکړه.
دغه لوبه کې د نیوزیلینډ لپاره انډرسن ۸۱ او میککلم ۵۱ منډې جوړې کړې.
د سریلانکا لپاره کولاسکرا، سینانایک او دلشان دوه دوه ویکټې واخیستې.