افغانستان

کندهار: مخامخ جکړه کي دلومړي حوزي امیر ووژل شو

Taliban_killed_the_head_of_police(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۰) کندهار: دکندهار ښارپرلومړي امنیتي حوزی باندی دبرید په نتیجه کي تراوسه پوری دحوزي دامیر په شمول څلورتنه عسکروژل شوی اودري نورژوبل شوی دي، دکندهار دمطبوعاتي دفتر مسئول زلمي ایوبي له رسنیو سره په خبروکي وویل جګړه نن سهار اته بجي اودیرش دقیقو باندي رامنځ ته شوه، له سیمي څخه نور امنتیي چارواکي وایی وسلوالو په ډلیزه توګه دکندهارولایت په لومړي حوزه باندي حجوم وروړ، چي وروسته ددواړو لوري ترمنځ سخته جګړه رامنځ ته شوه.

عیني شاهدان وایی جکړه تراوسه پوري روانه ده اوپه جکړه کي دحوزي مسئول اغاصاحب هم وژل شوی دي، په کندهارکي دمیرویس روغتون سرطبیب ډاکټرقاسم له رسنیو سره په خبروکي وویل چي تراوسه پوری روغتون ته دري وژل شوی اودري نورهم ژوبل کسان راوړل شوی دي.

نوموړي زیاته کړه روغتون ته راوړل شوی کسان ټول عسکردي.

له جګړي څخه وروسته سیمه دپولیسو له لوري کلابنده شوی ده اوشاوخوا دکانونه هم بند شوی دی.

بخت الرحمن بخت…………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x