حجاب په اسلام او ساينس کې (۱۷)

عبدالغفار جُبیر

لکه څرنګه چې زه اوس غواړم چې د حجاب په هکله څه ولیکم نو د موضوع څخه نه وځم او پرحجاب باندی بحث کوم، او هغه دا چې دا هیوادونه چې اوس يې حجاب منع اعلان کړیدی، لکه فرانسه، بلجیم او نورې هلې ځلې هم پیل شویدې چې په نورو عیسایی هیوادو کې هم دا کار وکړي او خپلو شومو موخو ته ځانونه ورسوي، ایا دا حجاب یواځې په قران کې شته؟؟؟ نه هیڅ کله نه بلکه په ټولو الهی دینونو کې وو، او زه اوس د بایبل څخه هغه ایاتونه لیکم چې د حجاب په اړه پکښې حکم شوی دی۔ په هندو مذهب کې حجاب شته چې کوم الهی دین نه دی، نو په عیسایت کې څنګه نشته!! ؟ د تعجب خبره ده، چې د اسلام د مبارک دین څخه مخکې حضرت عیسی علیه سلام په حجاب باندی ټینګار کړی دی  او د هغه څخه مخکې حضرت موسی علیه السلام ورباندې احکام راوړي دي او امر يې کړی دی، چې ښځه باید حجاب وکړي، نو اوس یې دا په نامه عیسایی هیوادونه ولې د بایبل ، دسال (پولس)، او د حضرت عیسی علیه سلام چې دوی وایې چې ده ځان زموږ لپاره قربان کړ، ولی دده خبره او قول نه مني؟ ولې د بایبل احکام غورځوي؟ وروسته به تاسو ته جوته شي چې ما د څو بایبلو څخه دا ایات را اخیستي دي او د نړۍ په (2000) ژبو چې بایبلونه لیکل شوي او هر (ورژن) چې وي، پکښې دی.

په ټولو الهی دینو کې د پردې امر شوی وو، د حضرت عیسی علیه سلام په وخت کې هم حجاب رواج وو، چې په اوسنی بایبل کې د برقع لفظ راغلی دی، حضرت عیسی علیه سلام وایي:
تاسو ته ويل شوي دي چې ښځو ته مه ګوری، ماته وګوری زه تاسو ته وايم چې د دوی پر برقعو هم خپل نظر مه اچوئ

کله چې د اوسني بایبل مطالعه وشی نو دا جوتیږي چې پرده په هغه وخت کې په فارس، مداین او نورو ځایو کې عامه او رواج وه،  د تورات په پیدایش 24، باب کې راغلی دی:
اسحاق راووت اخوا او دېخواته يې کتله، د ماښام پر مهال يوه قافله په نظر ورغله، چې په هغه کې ښځې وې کله چې ده ورته وکتل هغوی برقعې را واخيستې او پرده يې وکړه.

دغه لاندی ایات په اول خط د کورنتیانو په نوم په یوولسم باب کې، او د (سال) لخوا لیکل شوی دی، چې په انګلیسی کې ورته (Paul) (پاول) وایی، دا هغه سړی دی چې د اوسنی عیسایت بنسټ ده ایښی دی، مسیحت اروپا ته دده په وسیله داخل شو او په اروپا کې يې د خپرولو کار پیل کړ؛ مرحوم شیخ احمد دیدات په حواله د اوسنی بایبل (45) په سلو کې یواځی (سال) لیکلی دی، او دی د اوسنی عیسایت مؤسس دی، د ده په هکله به پوره معلومات په (ایا بایبل د خدای کتاب دی؟) او په (د عیسایت حقیقت) کتابو کې وګوری؛ او دا د ده حکم او امر دی،چې په ټولو بایبلو کې د نړې چې د کلیساو له خوا څخه چاپ شوي دي شتون لری:

او کومه ښځه چې سر توری دُعا کوی هغه خپل سر بې عزته کوی، ځکه چې هغه د سر خرييلې په شان ده، که ښځه پورڼی نه پر سر کوی نو ويښتيان دی هم پرېکړل شی، که دښځې دپاره ويښتيان پرېکول او سر خريل د شرم خبره وی نو پورڼی دی پر سر کوی۔ (اول کورنتين يوولسم باب 7ـ5)

دا ایات په ( NKGV,NASB,KJV, RSV, MKJV, LITV, Darby, NT, Wey, Young, CEV, TEV, RVR 1960, ISV NT, NAB, Rotherham) بایبلو کې په مختلفو بڼو سره بیان شوی، تفسیر شوی، او ژباړل شوي دي، چې زه يې یو څو بیلګي لیکم، په ( RSV, MKJV, LITV, Wey NT, Rotherharm, NAB) بایبلوکې په لاندی ډول سره راغلی دی:
ښځه بايد حجاب وکې، کچيری حجاب نه کوی نو د هغې سر دی وخريل شی او يا دی هم ويښتيان ورڅخه پرېکړل شی، کچيری دا د سرخريل او يا هم وېښتيان پرېکول ښځه د ځان لپاره لعنت او شرم بولی نوحجاب دی وکړی۔
نوربیا…